د سويډن پوليس وايي، په داسې حال کې چې په دغه هېواد کې عمومي ټاکنو ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي، يوې ډلې مخ پټو ځوانانو وړمه شپه په ګوتنبرګ ښار کې ۸۰ موټر سوځولي دي.
پوليسو ويلي، ياد شمېر موټر د ګوتنبرګ ښار په ۲۰ مختلفو سيمو کې سوځول شوي دي.
پوليسو پرون د فرانسې خبري اژانس ته وويل، د پېښې په تړاو يې دوه ځوانان چې يو ۱۶ او بل ۱۲ کاله عمر لري، نيولي او پلټنې ترې پيل شوې دي.
د سويډن پوليسو ويلي، پېښې ته پر خواله رسنيو پلان جوړ شوی او ځاني تلفات نه لري.
دوی ويلي، هېڅکله يې په هېواد کې په يو ځل د دومره شمېر موټرو د سوځېدلو پېښه نه وه ثبت کړې.
په سويډن کې د موټرو د سوځولو پېښې بېخي عامې دي او ويل کېږي، هغه ځوانان چې له ټولنيزو امتيازاتو بې برخې دي، وخت ناوخته پر دغه کار لاس پورې کوي.
احصائيې ښيي چې تېر کال په ټول سويډن کې د ۱۴۵۷ موټرو د سوځول کېدو پېښې ثبت شوې وې، خو دا شمېرې په ۲۰۱۶ کال کې ۱۶۴۷ ته رسېدې.
د موټرو د سوځېدو يا سوځول کېدو مسئله په سويډن کې ان د سياسيونو لپاره پر ګرمې موضوع بدله شوې او د سويډن ټاکنو ته نوماند سياستوال يې د خلکو د رايو د راټولولو لپاره د مخنيوي بېلابلې لارې چارې وړاندې کوي.