د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې وروسته له دې چې د هند له لوري د روسي دفاعي سیستم د اخیستلو خبر خپور شو، امریکايي چارواکو هند ته خبرداری ورکړی چې ښایي د امریکا له بندیزونو سره مخ شي. دغه امریکايي چارواکي چې نوم یې نه دی اخیستل شوی ویلي، روسیه د امریکا او ملګرو ملتونو له بندیزونو سره مخ ده، نو په دې توګه هند نه شي کولی له دغه هېواد د میلیاردونو ډالرو په ارزښت دفاعي سیستم واخلي. دغه چارواکي ویلي چې ښایي هند د امریکا له بندیزونو سره مخ شي. ټاکل شوې چې نن پوتین په هند کې د هند له لومړي وزیر سره یوه مهمه هوکړه لاسلیک کړي. ددې هوکړې له مخې به روسیه ایس۴۰۰ دفاعي سیستم د پنځو میلیاردو ډالرو په بدل کې هند ته ورکوي.