د عربي متحد اماراتو د دبۍ نړیوال هوايي ډګر کې د یوې کوچنۍ الوتکه لوېدو له امله څلور تنه وژل شوي، چې درې تنه برټانویان او یو د سوېلي افریقا اوسېدونکی دی. دې ډي اې ۴۲ ډوله الوتکه کې څلور څوکۍ وې چې د برټانیا ساسکس لوېدیځې برخې شورهام هوايي ډګر کې د جبل طارق د هوايي چلند خدماتي شرکت اړوندوه وه. الوتکه تېر ماښام لوېدلې چې پیلوټ، مرستیال یې او دوه ناست کسان پکې وژل شوي دي. په دبۍ هوايي ډګر کې د الوتکې تر لوېدو وروسته د الوتکو پورته کېدو او کېناستو لړۍ ۴۵ دقیقې درېدلې وه. تر اوسه د الوتکې د لوېدو لامل نه دی معلوم.





































