د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ کانګرس ته د مهاجرت په اړه یوه نوې طرحه وړاندې کړې چې په کې د دایمي اوسېدو لپاره د لاټرۍ په ویزو د بندیز تر څنګ د کورنیو د خوښې پر اساس امریکا ته د خپلوانو په غوښتلو هم د بندیز لګولو وړاندیز شوی دی. ددغې نوې طرحې پر اساس به خلک وکولی شي یواځې د وړتیا او مهارت پر بنسټ امریکا ته لاړشي. ټرمپ ویلي د قانوني کډوالۍ نوی سیستم به د امریکایانو له حقونو د دفاع تر څنګ د نړۍ له هره ځایه ښه استعدادونه امریکا ته جذب کړي. د ټرمپ د نوې طرحې پر اساس به امریکا ته د کډوالۍ د ویزې نوم (امریکا جوړه کړئ) وي. ددغې ویزې د اخیستلو لپاره د عمر، دانګلیسي ژبې د پوهې، زده کړو او د کار د غوښتنې سربېره د امریکا د تاریخ او حکومتدارۍ په اړه یوې ازموینې کې بریالي کېدل هم اړین دي. د ټرمپ دغه طرحه د ډموکراتانو لخوا رد شوې ده.





































