په وردګو او هلمند کې یو ځل بیا ګډو ځواکونو ملکي وګړي وژلي دي. که څه هم ویل کېږي، چې په دغو پېښو کې ډېر ملکي وګړي وژل شوي، خو ناپېیلې سرچینې په هلمند کې ۲۷ او په وردګو کې لسو ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې خبر تاییدوي. د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ چې مرکز یې په کابل کې دی، وايي؛ دوی د قربانیانو له کورنیو سره خبرې کړې دي. د دغه ګروپ د معلوماتو له مخې، د ګرېشک ولسوالۍ په سیدانو کلي کې د حکومت او طالبانو تر منځ نښته شوې، چې وروسته هوايي ځواک پر دریو کورنو بمبارد کړی، پنځه کسان پکې وژل شوي او لس ټپیان دي. دويمه پېښه ماخستن مهال د غنمو پر ترېشل کوونکو شوې ده، چې اته کسان پکې وژل شوي او څلور ټپیان دي. دغه ګروپ وايي چې وړمه شپه د وردګو په نرخ ولسوالۍ کې هم د یوه بزګر په ګډون، درې ملکي کسان وژل شوي دي.
په دې وروستیو میاشتو کې د حکومت او امریکايي ځواکونو له خوا شپني عملیات او بمبارۍ زیات شوې دي، چې پکې ملکي وګړو ته پراخه مرګ ژوبله اوړي. ان څه وخت وړاندې داسې رپوټ خپور شو، چې تر وسله والو مخالفینو ډېر ملکي وګړي حکومتي او امریکايي ځواکونو وژلي دي، چې دا چاره په تېرو اتلسو کلونو کې بې سارې وه. حکومت له خپله اړخه ډېری وخت د ملکي وګړو مرګ ژوبله نه مني، خو د مرګ ژوبلې کره رپوټونه، عکسونه او ویډیوګانې را وځي. د قربانیانو د کورنیو غړي را پیدا شي او د وژل شوو کسانو د بې ګناهۍ اسناد او ثبوت وړاندې کړي. حکومت د څېړنو خبره کوي او بیا وايي چې دوی د ملکي وګړو مرګ ژوبلې ته پام کوي. ان حکومت څو څو ځله ادعا وکړه چې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره یې تګلاره جوړه کړې ده، خو د حکومتي او ګډو ځواکونو په عملیاتو کې بیا بیا ملکي وګړي وژل کېږي.
له بده مرغه د حکومتي او ګډو ځواکونو د عملیاتو ډول داسې دی، چې مرګ ژوبله یې ملکي وګړو ته اوړي. شپني عملیات، په کلیوالو سیمو کې بمباري او بیا په هر چا د مخالف او وسله وال شک کول، د دې سبب کېږي چې ملکي مرګ ژوبله زیاته شي. دوی چې د شپې هر څوک د باندې وویني، وژني یې. همدا د هلمند په پېښه کې خلک د شپې د باندې ترېشل کوي او دوی یې چې ویني، نو وژني یې. همداسې په نرخ کې بزګر اوبه لګوي، خو دوی پرې برید کوي او وژني یې. په ډېری مواردو کې ملکي وګړي په قصدي ډول وژل کېږي. کله خو داسې وي چې پر یو چا شک وي، له څېړنو او ثبوت وړاندې یې وژني او ان قرباني خبرو ته هم نه پرېږدي.
اساسي پوښتنه دا ده چې حکومت د ملکي وګړو له داسې وژنې څه غواړي!؟ دا ډول وژنې د ټولو اسلامي، ملي او نړیوالو ارزښتونو او نورمونو خلاف کړنه ده. دوی په دې ډول وژنو سره یوازې وېره او وحشت خپروي. دا چاره به د دغه حکومت ستنې لا کمزورې کړي، ولسي نفرت به زیات شي او بیا به یې هېڅوک ونه شي ژغورلی.