د هند ددفاع وزارت لوړپوړي جنرال رنبیر سنګهـ ویلي دوی پر کنټرول لاین د پاکستان حرکات او فعالیتونه څاري. دی چې پرون کشمیر ته تللی و وایي دا ځل که پاکستان د قانون او هوکړو خلاف حرکت ترسره کړي نو د هند له سخت غبرګون سره به مخ شي. هغه پر کنټرول لاین پرتو سرتېرو ته هم امر کړی چې د پاکستان حرکات او فعالیتونه دې څاري او د ستونزو په صورت کې یا له هوکړو د سرغړونې په صورت کې د پر پاکستاني سرتېرو بریدونه وکړي. په دې وروستیو کې د هند او پاکستان ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي. دواړه لوري وخت ناوخت په لانجمن کشمیر کې د یو بل پر سرتېرو بریدونه هم کوي.





































