په لندن کې د برېټانیې د پارلمان ودانۍ ته څېرمه موټري برید شوی چې درې تنه پکې ټپیان شوي دي.
د موټر چلوونکی د ترهګریز برید په تور نیول شوی دی.
د پولیسو په وینا، د لندن پر وخت د سهار پر ۷ نیمو بجو په وېسټ مېنسټر سیمه کې یو کس خپل موټر پر بایسکل سپرو او پلو کسانو ور وخېژاوه.
ویل کېږي چې د بریدګر عمر د ۲۰ کالو په شاوخوا کې دی او تر دې دمه یې پولیسو ته هېڅ مالومات نه دي ورکړي.
د سکاټلنډ یارډ پولیسو مشر نیل باسو ویلي، دا چې برید قصدي دی او په یوه سمبولیکه سیمه کې شوی، دوی په دې باور دي چې دا یو ترهګریز عمل و.
په ژوبلو کسانو کې د یوې ښځې ټپونه ژور دي، خو ویل کېږي چې ژوند ته یې خطر نشته.
د بریدګر په موټر کې کومه وسله نه ده موندل شوې، او نه هم کوم بل کس ورسره موټر کې ناست و.
د پېښې یوه عیني شاهد بري ویلیمز ويلي: «یو موټر مې ولید چې په چټکۍ سره د پارلمان د ودانۍ خوا ته روان دی. ناڅاپه چیغې شوې. موټر غلط لاس ته واوښت او پر هغو بایسکل والو ور وخوت چې د ترافیک اشارې ته ولاړ وو. بیا موټر په شا روان شو او له دېوال سره ټکر شو. څو شېبې وروسته پولیس را ورسېدل».
د بریدګر نوم تر اوسه نه دی ښودل شوی، خو داسې رپوټونه دي چې نوموړی د برمنګهم ښار اوسېدونکی دی.
تر بريد وروسته سیمه د عامو خلکو د تګ راتګ پر مخ تړل شوې وه او د بسونو او اورګاډو تمځایونه هم بند وو.