روسیې او سعودي په خپل منځ کې پټه پرېکړه کړې، چې سږکال به نړیوال مارکېټ ته د خامو نفتو صادرات زیاتوي. د رویټرز اژانس د خبر له مخې، د دې کار موخه د تیلو په نړیوال مارکېټ کې د خامو تیلو د نرخونو له لوړېدو مخنیوی دی. دې دواړو هېوادونو پر یاده پرېکړه شاوخوا یوه میاشت مخکې کار پیل کړی و. د ایران د خامو تیلو پر صادراتو د امریکا له بندیزونو وروسته د تیلو ډېر پېرېدونکي په نړیوال مارکېټ کې د ایران د خامو تېلو له اخیستو ډډه کوي. د رویټرز اژانس د خبر په حواله په دې اونۍ کې د یوې بوشکې تېلو نرخ شاوخوا ۸۵ ډالرو ته لوړ شوی دی.