دوشنبه, جولای 27, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه دریځ

د ترهګرو او چارواکو د اړیکو په اړه بې ځوابه پوښتنې

مې 26, 2019
in دریځ
0 0

کورنیو چارو وزارت وايي چې د مشرانو جرګې د رییس فضل الهادي مسلمیار سلاکار حاجي دلاور د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شو. سرچینه وايي، حاجي دلاور د ترهګرو ملاتړ کاوه چې ورسره جعلي نمبر پلېټونه، وسلې، زرې موټر او څو پاکستاني شناخت کارټونه نیول شوي دي. معلومه نه ده چې حاجي دلاور د ښاغلي مسلمیار اوسنی او که پخوانی سلاکار و. له دې سره یو ځل بیا د چارواکو او ترهګرو ترمنځ د اړیکو په تړاو اندېښنې او پوښتنې را پیدا شوې دي.

دا لومړی ځل نه دی چې ښاغلي مسلمیار ته نږدې کسان له ترهګرو سره د مرستې په تور نېول کېږي. تر دې وړاندې هم داسې اوازې خپرې شوې، چې د مسلمیار نږدې کسان له ترهګرو سره اړیکې لري او ملاتړ یې کوي. دا خبرونه تل د اوازو په حد کې پاتې شوي او په رسمي ډول نه دي تایید شوي. یو کال وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې د یوه بندي داعشي ویډیو خپره شوه، چې د مسلمیار او داعش د اړیکو په اړه اوږدې خبرې کوي. معلومه نه وه چې دا ویډیو چا خپره کړې ده او څومره سمه ده. تر دې وړاندې ویل شوي وو چې د مسلمیار د ورور له کوره ځانمرګي او د ځانمرګو واسکټونه نیول شوي. دغه راز مسلمیار د ځینو هغو کسانو په خوشي کولو تورن شوی و، چې له داعش او نورو ترهګرو سره یې مرسته کړې وه او حکومتي ځواکونو نیولي وو. دا یوه پېښه هم نه رسمي سرچینو تایید او نه یې هم رد کړه، بلکې د اوازو په حد کې پاتې شوه. وروستۍ پېښه دا ده چې حاجي دلاور نیول کېږي. اوس له خلکو سره جدي پوښتنې دي چې د حاجي دلاور  او مسلمیار اړیکه څه ده؟ دوی څنګه سره وپېژندل او څنګه بیا دلاور د مسلمیار سلاکار شو؟ د کومې وړتیا پر اساس سلاکار ټاکل شوی و؟ ایا مسلمیار نه پوهېده چې حاجي دلاور له ترهګرو سره اړیکې لري؟ د مسلمیار او جاجي دلاور ترمنځ له رسمیاتو ور هاخوا نورې څه اړیکې وې؟ ایا له حاجي دلاور سره په دغو کارونو کې ښاغلي مسلمیار مرسته کړې ده؟ مسلمیار د خپل سلاکار په تړاو معلومات له امنیتي ادارو سره شریک کړي وو؟ …؟؟؟

دا او دې ته ورته جدي پوښتنې شته چې حکومتي چارواکي یې باید په تړاو ولس ته ځواب ووايي. په دې اړه باید له ښاغلي مسلمیار نه وپوښتل شي او واضح شي چې رښتیا څه دي. که په دې چاره کې ښاغلی مسلمیار پړ وي، نو پکار ده چې حساب کتاب ورسره وشي او که پړ نه وي، نو پکار ده چې د هغه سپیناوی وشي او دا ابهام ختم شي.

د دولتي چارواکو او ترهګرو ترمنځ د اړیکو خبرونه له پخوا دي. ویل کېږي چي ځینې چارواکي د ترهګرو ملاتړ کوي. وسلې، پیسې او تجهیزات ورکوي او په خپلو زرې او تورو ښیښو لرونکو موټرونو کې یې لېږدوي. د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار دین محمد جرئت هم تورن و، چې په ننګرهار کې یې له دفتره ځانمرګي او واسکټونه نیول شوي. پخوا ځیني نور چارواکي هم تورن شوي وو، خو دا یوه پېښه هم په جدي ډول نه ده څېړل شوې او که څېړل شوې هم وي، پایلې یې له ولس سره نه دي شریکې شوې. له همدې امله اوس خلک پر حکومتي چارواکو باور نه لري او د څو ترهګرپالو چارواکو له امله پر ډېرو نورو سمو چارواکو هم له ترهګرو سره د اړیکو تورونه دي.

Share20Tweet8Share3

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

څو تصدیو د امریکا حکومت د تعرفې پر نوي اقدام دعوا وکړه

جولای 26, 2026

کويټ له نړيوالو ارګانونو سره د ۱۶ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت د انرژۍ د زيربناوو د همکارۍ تړون لاسليک کړ

جولای 26, 2026

ټرمپ امریکايي ځواکونو ته امر ورکړی چې پر ايران بریدونه وځنډوي

جولای 26, 2026

وانګ يي د روسيې د بهرنيو چارو له وزير لاوروف سره ولیدل

جولای 26, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In