د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د شمالي کوریا د توغندیو وروستۍ ازموینې بې اهمیته وې. نوموړي زیاته کړې، دی باور لري چې د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون به پر خپلو ژمنو درېږي. هغه نن په یو ټویټ کې لیکلي، شمالي کوریا ځینې واړه توغندي توغولي چې نه یې خپله دی، نه د دوی خلک او نه یې هم نور څوک ناارامه کړي دي. ټرمپ دغه راز لیکلي دی ډاډه دی چې کېم به ورسره پر کړیو ژمنو درېږي. ټرمپ په جاپان کې دی او دا ټویټ یې هم په همدې هېواد کې له لومړي وزیر شینزو ابه سره تر لیدنې مخکې کړی دی.





































