د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په مجموعي توگه ۵۰ زره ویزې د لاټري له لارې د نړۍ د مختلفو هیوادونو اوسیدونکو ته د ٢٠٢٠ کال لپاره ورکول کیږي. د امریکا د قوانینو له مخې ددې هیواد د بهرنیو چارو وزارت هر کال د گرین کارت د لاټري پرگروام پلی کوي. ددې پروگرام له مخې د هغو هیوادونو اوسیدونکو ته دایمي ویزې ورکول کیږي چې متحده ایالاتو ته یې د مهاجرت کچه کمه وي. د لاتري له لارې د دایمي اوسیدونې لپاره د نوم ثبت کول د سه شنبې په ورځ پیل شول او د نومبر د میاشتې په شپږمه دغه نوم لیکنه پای ته رسیږي. د نړۍ هیڅ هیواد به د لاټري په اساس له اوه فیصدو نه زیاتې ویزې ترلاسه نه کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د هغو هیوادونو نومونه هم خپاره کړي چې اوسیدونکي یې د گرین کارت په دغه لاټري کې گډون کولای شي. په دغه جدول کې افغانستان هم د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې اوسیدونکي یې د پچې اچونې له لارې د گرین کارت په لاټري کې گډون کولی شي. د امریکا دغه پروگرام ۳۰ کاله دمخه پیل شو چې امریکا ته د مختلفو هېوادونو د خلکو مهاجرت زیات شي. هغه خلک چې پدې لاټري کې گډون کوي باید لږ تر لږه د ١٢ ټولگي د فراغت سند او دوه کاله کاري تجربه ولري.