د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۱۹ کال د نړیوال جام په سیالیو کې خپله لومړنۍ لوبه په اسټرالیا وبایلله. د افغانستان لوبډلې اسټرالیا ته د ۲۰۸ منډو هدف ټاکلی و چې د لوبې په ۳۵ اور کې پوره شو. د اسټرالیا یوازې درې لوبغاړي وسوځیدل.د افغانستان لپاره په توپ وهنې کې تر ټولو زیاتې منډې نجیب الله ځدراڼ وکړلې. هغه ۵۱ منډې وکړلې. رحمت شاه ۴۳، کپتان ګلبدین نایب ۳۱ او راشد خان ۲۷ منډې وکړلې.د افغانستان د سر دوه لوبغاړي، محمد شهزاد او حضرت الله ځاځي دواړه پرته له دې چې کومه منډه وکړي، وسوځیدل. په توپ اچونې کې راشد خان، مجیب الرحمان او ګلبدین یو یو لوبغاړی وسوځاوه. لوبه د انګلستان د برسټل په ښار کې وه. افغانستان خپله لومړنۍ تمریناتي لوبه په همدې میدان کې د پاکستان نه ګټلې وه. د افغانستان دویمه لوبه د سې شنبې په ورځ په و د کارډیف په ښار کې د سریلانکا له لوبډلې سره ده.