د قطر امیر ترکیې ته په خپل وروستي سفر کې د ترکیې د اقتصادي ودې او دغه راز د یاد هېواد د پولي واحد د ارزښت لوړېدلو په موخه له یاد هېوا سره ۱۵ میلیارد ډالرو مرستې اعلان کړی دی. د سپوټنیک اژانس د خبر له مخې د قطر امیر له ترکي چارواکو سره په خبرو کې ویلي، چې قطر له خپلو ترک وروڼو سره ولاړ دی او د تل په څېر به ورسره خپلو مرستو ته دوام ورکوي. ویل کېږي چې له یادې مرستې سره به د ترکیې د پولي واحد ارزښت شپږ سلنه پورته لاړ شي. قطر وایي د دې تر څنګ په ترکیه کې نوره پانګونه هم کوي. په دې وروستیو کې کله چې له سعودي سره د قطر اړیکې سړې شوې دي دا له ترکیې سره د قطر تر ټولو ستره مرسته ده.