د قطر د بهرنیو چارو وزیر وایي، سعودي عربستان چې د ایران په اړه د عربي هېوادونو کومه بېړنۍ غونډه رابللې وه د هغوی په بیانونو اعتراضونه لري. شیخ محمد بن عبدالرحمان الثاني ویلي چې د عربي هېوادونو هغه بیانونه چې په غونډه کې وړاندې شوي، سم نه دي ځکه ټولو ایران غندلی دی خو له ایران سره یې د خبرو یوه منځلارې پالیسي نه ده وړاندې کړې، دوی باید له ایران سره د یو ګاونډې په توګه پالیسي غوره کړي نه لکه اوس چې د غرب پر پله روان دي.





































