د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، بریتانیا ته خپل درې ورځنی سفر د لندن پر پاکستان الاصله ښاروال صادق خان باندې په نیوکو سره پیل کړ. ټرمپ او صادق خان له ډېر وخت راهیسې پر ټویټر پر یو بل باندې نیوکې کوي. ټرمپ بریتانیا ته له رسېدو سره سم صادق خان یو بې کاره کس یاد کړی دی او ویلي یې دي چې هغه نه دی توانېدلی چې خپله دنده په سمه توګه اجرا کړي. ټرمپ دغه راز ویلي صادق خان دې د امریکا پر ولسمشر د نیوکو پر ځای خپلې دندې ته متوجه اوسي او په دغه هېواد کې دې د جرمونو پر کمولو خپل تمرکز زیات کړي. دا په داسې حال کې ده چې صادق خان تل پر ټرمپ نیوکې کړې دي او هغه یې د ۱۹۳۰ او ۱۹۴۰ لسیزو له دیکتاتورانو سره پرتله کړی دی.





































