د پيسو نړیوال صندوق ای اېم اېف وايي ښايي پاکستان په راتلونکي کې له دې هم له سختو ورځو سره مخ شي. د دې بانک د چارواکو په خبره، د تیلو د بیو لوړوالی او د مخ پر وده بازارونو سختیدونکی مالي وضعیت به د پاکستان اقتصادي ستونزې لاپسې سیوا کړي. د ای اېم اېف د اعلامیې له مخې، په داسې یوه وضعیت کې به د پاکستان اقتصادي وده ډیر ورو شي او انفلاسیون یا د پیسو پړسوب به لا پسې پراخ شي. د عمران خان په واکمنېدلو پسې تمه وه چې د کلدارې ارزښت لوړ شي، خو د ډالر په مقابل کې لا هم وغورځېد. د پيسو نړیوال صندق ارزوونکي پاکستان ته له سفر وروسته په اعلامیه کې د دغه هېواد له حکومت غوښتي چې د خپل کاواک اقتصادي وضعیت د رغولو لپاره چټک ګامونه واخلي. د ای اېم اېف په دغه اعلامیه کې پاکستان ته د نورو پورونو د ورکولو په اړه چې دغه هېواد یې په ټینګار غوښتنه کوي څه نه دي ویل شوي.