اندونیزیا کې د تیرې زورورې زلزلې له امله د مړو شمیر ۱۵۷۱ تنو ته پورته شو. په سولویسي ټاپو کې چارواکي وايي، د زلزلې له امله ګڼ شمیر برسېرن ټپیان بیرته خپلو کورونو ته استول شوي دي. د وروستیو راپورونو له مخې له ۷۰ زرو زیات کورونه په دغې زلزله کې له منځه تللي دي. د نړیوالې میترولوجي ادارې چارواکو د زلزلې د څپو سرعت په ساعت کې ۸۰۰ کیلومتره ښودلی دی. د اندونیزیا د روغتیا وزرات چارواکي وايي، د ژغورنې ډلې ۸۵۵ تنه غړي په سیمه کې دي او د زیانمنو کسانو د ژغورنې عملیات پر مخ وړي.