سعودي عربستان ویلي، دوی د خپل امنیت په خاطر امریکا ته پیسې نه ورکوي. د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د ټرامپ د هغې خبرې په غبرګون کې چې ویلي یې و، که امریکا نه وي د سعودي اوسنی نظام دوې اونۍ هم دوام نه شي کولی ویلي، که ترمپ دا فکر کوي چې ګنې دوی امریکا ساتي نو هیڅ مجبوره نه دي د خپل امنیت لپاره امریکا ته په میلیاردونو ډالر ورکړي. هغه ویلي، دوی امریکا ته پیسې ورکړې او هغه څه چې یاد هېواد په واک کې ورکړي دي دوی ترې د پیسو په مقابل کې تر لاسه کړي دي، نو امریکایي چارواکي دا حق نه لري ووایي، د دوی امنیت امریکا ساتي. نوموړي زیاته کړې، ټرمپ یې خوښ دی او غواړي ورسره کار وکړي خو نوموړی نباید دا ډول څرګندونې وکړي. محمد ویلي، دوی دوه کاله وړاندې له ډېریو هېوادونو د وسلو پیر پیل کړی وو، خو دا چې ټرمپ واک ته ورسېد نو دوی بهتره وبلله چې دا معامله له امریکا سره وکړي. هغه ویلي چې د امریکا څلویښت سلنه ټکنالوژي په سعودي کې جوړېږي او سعودي یې په مقابل کې د ۴۰۰میلیارده ډالر ځانګړي کړي دي.