د فوټبال نړیوال فدراسیون فیفا د افغانستان فوټبال فدارسیون پخوانی رییس کرام الدین کریم د ښځینه لوبغاړو د جنسي ځورنې په قضیه کې پړ بللی او پر هغه یې د ټول عمر لپاره بندیز لګولی دی. د فوټبال یو شمېر ښځینه لوبغاړو تېر کال پر کرام الدین کریم او ځینو نورو چارواکو د جنسي ځورونې تورونه لګولي وو، لويې څارنوالۍ د کرام الدين کريم په ګډون د فدراسيون د يو شمېر چارواکو دندې ځنډولې وې او په دې اړه یې پلټنې پیل کړې وې. دغه راز د فوټبال نړيوال فدراسيون يا فيفا هم د کرام الدین کریم دنده ځنډولې وه، پر هغه یې بندیز لګولی او د قضیې پلټنه يې پیل کړې وه. اوس د فوټبال نړیوال فدراسیون اعلان کړی، چې کرام الدین کریم په یاده قضیه کې پړ پېژندل شوی، د یو میلیون ډالرو جریمې ترڅنګ د ټول عمر لپاره پرې بندیز لګول شوی دی. فیفا ویلي، ددوی داخلاقو کمېټې دې نتیجې ته رسیدلي، چې کرام الدین کریم له خپل صلاحیت څخه ناړه استفاده کړې ده.