اسراييلي ځواکونو په غزه کې پر لاریون کوونکو ډزې کړې او ګڼو فلسطینیانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. په دغو ډزو کې د یوه ماشوم په ګډون درې تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. په وروستۍ نښته کې اسراييلي ځواکونو پر لاریون کوونکو لاسي بمونه او چاودېدونکي توکي هم کارولي دي. غزه کې له تېرو کابو درېیو میاشتو راهيسې هره اونۍ لاریونونه کیږي چې اسرايیلي ځواکونه په کې ګڼ شمېر کسان په ډزو وژني. اسراييلي چارواکي وايي، په دغه نښته کې کوم اسراييلي سرتېري ته زیان نه دی اوښتی. غزه کې له اسراييلو سره پر ګډه پوله په دغو لاریونونو کې تر دې دمه ۱۹۵ تنه وژل شوي دي.