د روسيې دفاع وزارت ادعا کړې چې امريکا په ګرجستان کې بيولوژيکي وسلې ازمويي او له کبله يې تر دې مهاله ۷۳ تنه وژل شوي دي.
روسي چارواکو دغه راز ادعا کړې چې د ګرجستان «لوګا» نومی لابراتوار د امريکا په مالي ملاتړ د بيولوژيکي وسلو ازموينې کوي.
د روسيې د اردو د کيمياوي او بيولوژيکي وسلو د امنيت څانګې مسوول ايګور کيريلوف ويلي، د لوګا لابراتور څېړنو ته د ګڼ شمېر داوطلبانو يو ځایي مړينه ښيي چې دغه مرکز خورا زهرجن او وژونکي مواد ازمويي.
د روسيې انټرفاکس خبري اژانس د ايګور له قوله ليکلي: «اسناد ښيي چې ياد ازمويښتونه د لسګونو کسانو د مړينې سبب شوي دي. د دغو ازمويښتونو له کبله يوازې د ۲۰۱۵ کال په ډسمبر کې ۲۴ تنه وژل شوي وو. ازمويښتونو د ټولو اکاډميکو معيارونو په ماتېدو سره دوام کړی چې وروسته يې له کبله ۴۹ تنه نور هم وژل شوي دي».
روسيې ويلي، په دې اړه معلومات يې د ګرجستان له يوه تبعيد شوي سياستوال ايګو ګيورګادزه څخه ترلاسه کړي دي. دوی دغه راز ادعا کړې چې د ګرجستان له لوري ازمويل شوي امريکايي درمل سووالډي نومېږي.
ګيورګادزه د ګرجستان د ملي امنيت پخوانی رييس و چې اوس په روسيه کې مېشت دی. پر ده او ملګرو يې تور دی چې د ګرجستان د دوو ولسمشرانو د وژلو لپاره يې ترهګريز بريدونه پلان کړي دي.