د سعودي عربستان وليعهد وايي، له امريکا سره خپله هغه ژمنه عملي کوي چې د نړۍ د تېلو د توليد د زياتولو په برخه کې يې کړې وه.
د سعودي عربستان وليعهد محمد بن سلمان له بلومبرګ شبکې سره په هغه مرکه ویلي: «هغه غوښتنه چې امريکا له سعودي عربستان او د اوپېک سازمان له نورو غړو هېوادونو کړې وه، دا وه که چېرې د ايران د تېلو عرضه له لاسه ورکوو، موږ يعنې سعودي عربستان به د اړتيا وړ تېلو د عرضې ډاډ ورکوو.»
سلمان ويلي، اوپېک سازمان په وروستيو کې د تېلو توليد په ورځ کې يو نيم میليون بېرله نور هم زيات کړ، چې دا د ايران د تېلو د کم شويو توليداتو دوه برابره اندازه ده.
د ايران له خوا په ورځ کې د ٧سوه زره بېرله تېلو توليد د دغه هېواد د تېلو پر سکټور د امريکا د هغو بنديزونو له مخې کم شو چې په پام کې ده راتلونکې ميلادي مياشت عملي شي.
سلمان دغه راز ویلي: «په وروستيو کې د ايران د هر بېرل تېلو د کمېدو په بدل کې موږ دوه بېرله تېل صادروو، موږ خپل کار کړى.»
خو له دې سره سره د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تور پورې کړی چې د تېلو د صادروونکو هېوادونو سازمان يا اوپېک روان کال د تېلو بيې تر حد زياتې لوړې کړي.
د تېلو سوداګر وايي، دوى اندېښمن دي، ځکه سعودي عربستان د خپلو تېلو توليدات په کافي اندازه په چټکۍ نه زياتوي چې دا کار ښايي ونه شي کړاى هغه خلا چې د ايران د تېلو د توليد د کمېدو په نتيجه کې راغلې، ډکه کړي.
سلمان بلومبرګ ته ويلي، سعودي عربستان اوس په ورځ کې ۱۰،۷ میلیونه بېرله تېل توليدوي چې تقريباً تر ټولو لوړ حد دى، خو د ده په خبره د مارکېټ له تقاضا سره سم پر دغې اندازې په ورځ کې ١٣ لکه بېرله نور توليد هم ور زياتولى شي.