شنبه, مارچ 7, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

    غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

    مجاهد: که کابل ویشتل کېږي نو اسلام اباد به هم ویشتل کېږي

    یوناما: د پاکستان هوايي بریدونو کې ۵۶ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي

  • نړۍ

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

    د ایران دفاع وزارت: تر اوسه مو پرمختللې وسلې نه دي کارولي

    د پنا غوښتنې اداره: تیر کال غوښتنلیکونو کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

    غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

    مجاهد: که کابل ویشتل کېږي نو اسلام اباد به هم ویشتل کېږي

    یوناما: د پاکستان هوايي بریدونو کې ۵۶ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي

  • نړۍ

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

    د ایران دفاع وزارت: تر اوسه مو پرمختللې وسلې نه دي کارولي

    د پنا غوښتنې اداره: تیر کال غوښتنلیکونو کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي پوهنتون

د تخار پوهنتون

حمیدالله حمیدي

اکتوبر 7, 2018
in پوهنتون
0 0

تخار ولايت د کابل په ٤٠٠ کيلومترۍ کې موقعيت لري او  په دويمه درجه ولايتونو کې راځي. دغه ولايت  په شمال ختيځ کې له بدخشان، په لوېديځ کې له کندوز، په سوېل کې له بغلان او په شمال کې له تاجکستان سره ګډه پوله لري.  د تخار پوهنتون د بنسټ ډبره د لومړي ځل لپاره د(عبدالله ابن مسعود پوهنتون) تر نامه لاندې په ۱۳۷۱ لمریز کال کې د دوو پوهنځیو په درلودلو سره په پېښور کې کېښودل شوه. په ۱۳۷۳ لمریز کال کې دغه پوهنتون له پېښور څخه تخار ولایت ته را ولېږدول شو چې تر ۱۳۸۱ لمریز کال پورې یې یوازې همدا دوه پوهنځي (ښوونه او روزنه او شرعیات) درلودل. د تخار پوهنتون رییس پوهندوی خیرالدین خیرخواه وایي، له ۱۳۸۱ لمریز کال را وروسته دغه پوهنتون ګام پر ګام پرمختګ وکړ چې اوسمهال اووه پوهنځي او ۲۹ ډیپارټمنټونه لري. د تخار پوهنتون اوسمهال نږدې اووه زره محصلین لري چې له دې ډلې ۴۹۰۰ یې نارینه او پاتې نور یې ښځينه محصلینې دي.

د تخار پوهنتون ټولټال اووه پوهنځي لري چې له: شرعیاتو، کرنې، ښوونې او روزنې، ادبیاتو، اقتصاد، انجنیرۍ او حقوقو څخه عبارت دي. دغه پوهنتون د شپې له خوا هم په دریو څانګو کې محصلینو ته لوړې زده کړې ورکوي( له شرعیاتو څخه په اسلامي تعلیماتو کې، له ادبیاتو څخه په دري ادبیاتو کې او له ښوونې او روزنې څخه په تاریخ څانګه کې محصلین لري.)

د تخار پوهنتون د تدریس چارې د ۱۶۳ استادانو له خوا مخ ته وړل کېږي چې له دې ډلې ۱۵ تنه یې ښځینه استادانې دي. د دغه پوهنتون رییس وایي، په پوهنتون کې یې د ښځینه استادانو شمېر ځکه کم رنګه دی چې ډېری مېرمنې په لرې پرتو ولایتونو کې دندې اخیستو ته زړه نه ښه کوي. خیر خواه وایي، په استادانو کې یې داسې کسان هم شته چې د دوکتورا او ماسټرۍ تر کچې پورې زده کړې لري، خو بیا یې هم ډېری برخه لېسانس دي. د نوموړي په خبره، اوسمهال یې هم یو شمېر استادان په کور دننه او بهر کې د  ماسټرۍ او دوکتورا پر اخیستو بوخت دي چې دوه کاله وروسته به یې  ۹۰ سلنه استادان د ماسټرۍ تر کچې پورې لوړې زده کړې ولري.

دا چې د تخار پوهنتون اداره د تدریسي خونو له کمښت سره مخ ده، نو د  ورځې په دریو ټایمونو کې محصلین د زده کړو لپاره ورغواړي. د دغه پوهنتون رییس وایي، د شرعیاتو، ادبیاتو، ښوونې او روزنې پوهنځي محصلین د ورځې په دوو ټایمونو کې ځکه د زده کړو لپاره ورځي، چې شمېر یې د نورو پوهنځیو د محصلینو په پرتله ډېر دی. پوهندوی خیرالدین خیرخواه وایي، دوی د شپې له خوا هم درې پوهنځي لري. دی وایي، د ادبیاتو په برخه کې دري څانګه، د شرعیاتو په برخه کې د اسلامي تعلیماتو څانګه او د ښوونې او روزنې په برخه کې د تاریخ څانګه د شپې په پوهنځیو کې هم محصلین لري چې درسونه یې د مازدیګر له څلورو- د شپې تر اوو بجو پورې دوام کوي.

د تخار په پوهنتون کې تر اوسه د ماسټرۍ کوم پروګرام نه دی پیل شوی، ځکه هغه شرایط چې د ماسټرۍ د پروګرام لپاره ورته اړتیا ده، دغه پوهنتون نه دي پوره کړي. د دغه پوهنتون رییس وایي، پوهنتون یې اوس تازه د دریو دوکتورا لرونکو استادانو څښتن شوی چې په راتلونکي کال کې به لوړو زده کړو وزارت ته د ماسټرۍ پروګرام د پیلېدو وړاندیز هم وکړي، څو وکولی شي په خپله د دغه پوهنتون استادانو او هم محصلینو ته په ځینو برخو کې د ماسټرۍ پروګرام زمینه برابره کړي.

د تخار پوهنتون به ډېر ژر د تاجکستان له ملي پوهنتون، د ترکیې له ارجیس، د ایران له پیام- نور او د هند له لعل نهرو پوهنتون سره  هوکړه لیکونه لاسلیک کړي، ځکه لومړني کارونه یې پای ته رسېدلي دي. د تخار پوهنتون رییس وایي، په کور دننه د بلخ له پوهنتون، کابل پوهنتون، د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون او د کابل له طبي پوهنتون سره علمي همکاري لري، د هغوی له تجربو ګټه اخلي او په علمي برخه کې ور سره خپلې ستونزې شریکوي.

د شاوخوا ولایتونو پوهنتونونو ته په کتو سره د تخار پوهنتون یوازینی پوهنتون دی، چې هر کال ډېر شمېر نوي محصلین جذبوي او دغه راز په زیاته کچه محصلین د لېسانس په کچه ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کوي. د تخار پوهنتون رییس وایي، دوی تر اوسه له بېلا بېلو پوهنځیو څخه ۱۶ دورې محصلین فارغ کړي چې په لومړنیو کلونو کې ښایي کم وي، خو یوازې تېر کال یې ۱۵۹۵ تنه محصلین فارغ کړي چې ۳۵ سلنه یې نجونې وې. دی وایي، دا چې تخار یو امن ولایت دی، نو له همدې امله ډېری ښځینه محصلینې زړه ښه کوي چې په دغه پوهنتون کې زده کړې پیل کړي. ښاغلی خیرخواه وایي، راتلونکی کال به هم لږ تر لږه ۱۷۰۰ فارغین ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي.

د تخار پوهنتون هم د نارینه او هم د ښځینه محصلینو لپاره د لیلیې امکانات لري. د دغه پوهنتون په لیلیه کې ۱۳۰۰ په شرایطو برابر محصلین ژوند کوي چې له دې ډلې ۸۸۰ یې نارینه او ۴۲۰ یې ښځینه محصلینې دي. پوهندوی خیرالدین خیرخواه وایي، پوهنتون د نجونو د لیلیې لپاره تر اوسه پورې ځانګړي بلاکونه نه لري، خو د جوړېدو چارې یې روانې دي او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دی وایي، اوسمهال یې د نجونو د لیلیې لپاره شخصي ودانۍ کرایه کړې دي، خو د هلکانو لپاره بیا د پوهنتون دننه د لیلیې څلور بلاکونه لري چې د ژوند ټولې اسانتیاوې پکې په پام کې نیول شوې دي.

د تخار پوهنتون په ټوله کې پنځه کتابتونونه لري چې یو یې عامه او څلور نور یې په پوهنځیو پورې اړوندېږي. خيرخواه وایي، عمومي کتابتون یې د نارینه او ښځینه محصلینو لپاره د مطالعې دوه بېلا بېل سالونونه لري چې وخت ناوخته پکې محصلین  مطالعه او څېړنه کوي. دی وایي، څه موده مخکې یې د کتابونو ټولولو یو کمپاین پیل کړی و چې په دې برخه کې مشرانو، کشرانو، محصلینو، مدني فعالانو او سوداګرو ور سره پوره مرسته کړې ده. د دې کمپاین په لړ کې یې لږ تر لږه اته زره ټوکه کتابونه راټول کړل او اوس د پوهنتون په عمومي کتابتون کې لږ تر لږه ۱۲ زره ټوکه کتابونه لري. خیرخواه وایي، کتابتون یې لوی دی او ان تر څلوېښت زره جلده کتابونه ځایولی شي. د نوموړي په خبره په شرعیاتو، ښوونې او روزنې او ادبیاتو پوهنځیو کې هم ځانګړي کتابتونونه لري چې د کتابونو په برخه کې ترکیې، عربي هېوادونو او د خلکو شوراګانو ور سره مرستې کړې دي او په کافي اندازه کتابونه لري.

د تخار پوهنتون که څه هم له ټولو امکاناتو برخمن دی، خو بیا هم له یو لړ ستونزو سره مخ دی. د دغه پوهنتون رییس وایي، د تجهیزاتو په برخه کې ستونزې لري او همدارنګه د تخنیکي وسایلو لکه لابراتوارونو، کمپیوټر او انټرنېټ چې په اوسنۍ زمانه کې تر بل هر څه ډېره اړتیا ورته لیدل کېږي، له نشتون سره مخ دي. پوهندوی خیر خواه وایي، غواړي پوهنتون یې یو پرمختللی ډېټابېس ولري، څو وکولی شي محصلین له هماغه لومړۍ ورځې تر فراغت پورې ورسره ثبت وي او په اسانۍ سره یې ټولو معلوماتو ته لاسرسی ولري، ځکه دغه چاره هم د محصل لپاره او هم د پوهنتون د ادارې لپاره اسانتیا برابروي. پوهندوی خیر خواه  همدا راز په پوهنتون کې د بستونو له کمښت څخه هم سر ټکوي. دی وایي، د ۷۰۰۰ محصلینو لپاره ۱۶۳ تنه استادان کفایت نه کوي، نو له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي چې په دې برخه کې د دوی ستونزو ته رسېدنه وکړي. د ده په خبره، داسې پوهنځی هم لري، چې یوازې دوه استادان لري. نوموړی وایي، که څه هم چې په دې اړه یې لوړو زده کړو وزارت ته څو ځله وړاندیزونه کړي دي، خو تر اوسه یې مثبت ځواب نه دی تر لاسه کړی.

د دغه پوهنتون اداره د پوهنتون د لا پرمختګ لپاره ډېر پلانونه لري، چې یو هم د اداري چارو ډیجیټل کول دي. پوهندوی خیر خواه وایي، غواړي د پوهنتون لپاره یو لوی او پر مختللی ډېټابېس جوړ کړي او خپلې ډېری چارې ډیجیټلي کړي، څو یې کارونه چټک او دقیق شي. د دغه پوهنتون د رییس په خبره بل پلان یې دا دی چې په کور دننه او بهر کې له یو شمېر پوهنتونونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي،  څو وکولی شي له دې لارې د خپلو استادانو لپاره د زیات تګ راتګ زمینه برابره کړي، د پرمختللو پوهنتونونو له تجربو ګټه واخلي او دلته یې عملي کړي. دی وایي، هڅه به یې دا وي چې د تخار پوهنتون لومړی د هېواد له نورو پرمختللو پوهنتونونو او بیا وروسته د نړۍ له پوهتونونو  سره سیال کړي.

Share66Tweet11Share4

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي جين پينګ د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې له غړو سره ولیدل

مارچ 7, 2026

د چين د ۱۴م ملي ولسي کانګرس ۴مې غونډې د خلکو د ژوند په اړه مطبوعاتي غونډه ترسره کړه

مارچ 7, 2026

د چين په لوړو زده کړو کې د شمولیت کچه له ۶۰٪ څخه اوښتې ده

مارچ 7, 2026
_cuva

د چین د فلمي ټکټونو عوایدو د نړۍ لومړی مقام خپل کړی دی

مارچ 7, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In