د هایتي په شمال ختیځ کې د ریشتر په کچه ۵.۹ درجې زلزلې لږ تر لږه ۱۱ تنه وژلي دي. دغه زلزله چې د هایتي په مرکز پورتوپرنس کې هم احساس شوې ده، له ۲۰۱۰ کال را وروسته زوروره زلزله بلل شوې ده. په دغه هېواد کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې مشر وایي، سلګونه کسان یې د بیړنیو مرستو لپاره ګمارلي دي. دغه اداره وایي، کېدای شي د مړو او ټپیان شمېر له دې هم زیات شي، خو معلومات به یې وروسته له رسنیو سره شریک کړي.