ډېری کسان کله چې په ټولنه او یا هم کاري محیط کې وي، له خلکو او خپلو همکارانو سره ډېر په زړه پورې، صمیمي او له مینې ډک چلند کوي چې له نېکه مرغه دا یو ښه عادت دی او په دې سره یې ورځ تر بلې د ملګرو شمېر هم زیاتېږي، خو له بده مرغه کله چې دغه کسان کورته ننوځي، دا هر څه له دروازې بېرون پرېږدي؛ داسې رفتار او خبرې کوي چې په یو ډول نه یو ډول یې د مېرمنې د ازار او خپګان سبب ګرځي. ډېری وخت دا خبرې ان د بې ادبۍ تر حده پورې رسېږي. خبره دومره له چوکاټه وځي چې ان مقابل کس یې هم د زغملو توان له لاسه ورکوي.
کله چې موږ له خپلې مېرمنې سره ښه چلند کوو، دا په دې مانا ده چې هغوی موږ ته ارزښت لري او دا څه د مېرمنو لپاره تر هر څه ارزښتناک او د قدر وړ دي. دوی احساس کوي چې خاوند ته یې څومره مهمه ده او د خاوند په شتون کې د پوره ډاډ او امنیت احساس ورته پیدا کېږي. کله چې تاسو خپلې مېرمنې ته په احترام قایل شی او درناوی ورته وکړی، معلومه خبره ده چې دوی دوه چنده له تاسو سره ښه چلند کوي او په درنه سترګه درته ګوري.