د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په پیونګ یانګ کې دی چې نن د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اون سره د دغه هېواد د غیر اټمي کېدو او د کوریا او امریکا د ولسمشرانو د دوهمې کتنې پر امکاناتو خبرې وکړي. پومپیو نن سهار د جاپان له لومړي وزیر شینزو ابې سره له خبرو وروسته له توکیو نه پیونګ یانګ ته روان شو. پومپیو وویل، مهمه وه چې د ابې خبرې یې د شمالي کوریا په اړه اورېدلې وای. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به جنوبي کوریا او چین ته هم لاړ شي. چین د شمالي کوریا اصلي ملګری هېواد دی.