د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د هانکانګ د ځانګړې اداري سيمې د سياسي چارو ادارې مشر جانګ جيان زونګ وایي، د ګوانګ دونګ، هانکانګ او مکاو ځايي حکومتونه د دغو دريو ځايونو ترمنځ د لوی پل د پرانيستنې په تياريو بوخت دي، د لوی پل په ازموينه کې ټاکلي موخه پوره شوې، درې ځايي حکومتونه د تجربو په راغونډولو سره د پل د پرانيستنې په لور هڅه کوي.
جانګ جيان زونګ په همدې ورځ په انټرنيت کې د يوې ليکنې په خپرولو سره وويل، د سپتمبر له ۲۸مې نېټې څخه په مسلسلو دريو ورځو کې د ګوانګ دونګ، هانکانګ او مکاو ترمنځ د لوی پل ګډه ازموينه تر سره شوه. نوموړي دې ته اشاره وکړه چې د ياد پل له پرانيستنې وروسته به د جو جيانګ دلتا د لويديځې سيمې او هانکانګ ترمنځ د موټر سفر يوازې دريو ساعتونو ته اړتيا ولري. د مسافيرينو او مالونو د تګ راتګ بيه او وخت به تر ډېرې اندازې کم شي. دغه پل به د ګوانګ دونګ، هانکانګ او مکاو د خليج په سيمه کې د ښارونو اقتصادي پرمختګ او پيوستون پياوړی کړي.