د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو شمالي کوريا ته تللی چې د دغه هېواد له چارواکو سره د پيونګ يانګ او واشنګټن د مشرانو دويمې ناستې ته امکانات برابر کړي.
پامپیو پرون سهار د جاپان له لومړي وزير شینزو ابې سره له خبرو وروسته له توکیو څخه پیونګ یانګ ته روان شو.
د پامپیو د سفر موخه دا ده چې له کېم سره تر کتنې مخکې د خپلو متحدینو ملاتړ ترلاسه کړي.
پامپیو ویلي، مهمه وه چې د شمالي کوریا په اړه یې د ابې نظریات اورېدلي وای.
پامپیو، پیونګ یانګ ته تر تلو مخکې په یوه ټوېټري پیغام کې وویل چې بل تم ځای به يې پیونګ یانګ وي چې هلته به له کېم جون اون سره وګوري او د هغو ژمنو د عملي کولو لپاره به خپل کار ته دوام ورکوي چې د دواړو هېوادونو مشرانو کړې دي.
توکیو ته تر رسېدو مخکې پامپیو ویلي وو چې هدف یې د واشنګټن او پیونګ یانګ ترمنځ د کافي اعتماد رامنځته کول دي چې د ده په وینا له هغې وروسته به د دواړو هېوادونو د مشرانو تر منځ د دويمې کتنې وخت ټاکي.
ټرمپ له کېم سره په تېر جون میاشت کې په سنګاپور کې تاریخي کتنه ترسره کړې وه.
دواړو مشرانو په دې کتنه کې پر یوې داسې کوریا ټاپووزمې چې له اټومي وسلو څخه پاکه وي، موافقه کړې وه، خو له هغې راهیسې په دې برخه کې تر اوسه لږ پرمختګونه شوي دي.
له دې سره سره ټرمپ د کېم ستاینې ته دوام ورکړی او هیله یې ښودلې چې یوه نهایي موافقه به ترلاسه شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به جنوبي کوریا او چین ته هم لاړ شي.
چین د شمالي کوریا اصلي متحد دی.