یکشنبه, مارچ 8, 2026
28 °c
Columbus
23 ° سه شنبه
23 ° چهارشنبه
23 ° پنجشنبه
22 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

    غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

    مجاهد: که کابل ویشتل کېږي نو اسلام اباد به هم ویشتل کېږي

    یوناما: د پاکستان هوايي بریدونو کې ۵۶ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي

  • نړۍ

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

    د ایران دفاع وزارت: تر اوسه مو پرمختللې وسلې نه دي کارولي

    د پنا غوښتنې اداره: تیر کال غوښتنلیکونو کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

    غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

    مجاهد: که کابل ویشتل کېږي نو اسلام اباد به هم ویشتل کېږي

    یوناما: د پاکستان هوايي بریدونو کې ۵۶ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي

  • نړۍ

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

    د ایران دفاع وزارت: تر اوسه مو پرمختللې وسلې نه دي کارولي

    د پنا غوښتنې اداره: تیر کال غوښتنلیکونو کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي پوهنتون

میهن د لوړو زده کړو موسسه

حمیدالله حمیدي

جون 30, 2019
in پوهنتون
0 0

 میهن د لوړو زده کړو موسسې خپلې رسمي چارې د هېواد د لوړو زده کړو وزارت په منظورۍ، په ۱۳۹۰ لمریز کال کې یوازې په طبي برخه کې پیل کړې دي. دغه موسسه له هماغه پیله تر اوسه دری پوهنځي (ستوماتولوژي، فارمسي او طبي ټکنالوژي) لري. د میهن د لوړو زده کړو موسسې د محصلینو او استادانو د چارو مرستیال سهراب عبدي وایي، په خپلو دری ګونو پوهنځیو کې ډېر محصلین لري چې نارینه او ښځینه دواړه پکې شامل دي.

ښاغلی عبدي وایي، له ۱۳۹۰ لمریز کاله تر دې دمه یې له فارمسي پوهنځي څخه اته دورې، له طبي ټکنالوژۍ څخه پنځه دورې او له ستوماتولوژۍ پوهنځي یې نهه دورې محصلین د لېسانس په کچه ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي دي. نوموړی وایي، تر اوسه یوازې په طبي برخه کې چې پورته ذکر شوي پوهنځي لري، فعالیت کوي او د کومې بلې برخې په اړه یې فکر نه دی کړی.

دا سمه ده چې موږ  هم ښځینه او هم نارینه دواړو مسلکیانو ته اړتیا لرو، خو په طبي برخه کې بیا تر نورو ډېره ورته اړتیا ده. د ښاغلي عبدي په خبره، دوی اوس په خپلو فعالو پوهنځیو کې لږ تر لږه ۱۲۵۰ محصلین لري، چې په دې برخه کې ۳۵ سلنه یې ښځینه محصلینې دي. د نوموړي په خبره، د فارغ شویو محصلینو ۴۰ سلنه برخه یې ښځینه جوړوي چې اوسمهال د هېواد په بېلابېلو روغتونونو کې پر کار بوخت دي او د هېوادوالو خدمت کوي.

د میهن د لوړو زده کړو موسسې د محصلینو د چارو مرستیال وایي، له طبي ټکنالوژۍ او فارمسۍ پوهنځي څخه یې محصلین د لېسانس په کچه فارغېږي، خو دا چې د ستوماتولوژي په پوهنځي کې د زده کړو موده شپږ کاله ده، نو هغه کسان چې له دې پوهنځي څخه فارغېږي، د ماسټرۍ په  کچه تحصیلي اسنادونه ورکول کېږي. دا چې په لوړو زده کړو وزارت کې د خصوصي پوهنتونونو  له قانون سره سم یو طبي پوهنځی په کال کې له سلو ډېر محصلین نه شي جذبولی، نو په دې برخه کې یو محدودیت شته. ښاغلی عبدي وایي، دا چې په خصوصي پوهنتونونو کې د طبي پوهنځیو د زده کړو لګښت یو څه زیات دی، نو هغه کسان چې اقتصادي وضعیت یې ښه نه وي، نه شي کولی دغه برخه مخ ته یوسي، نو دوی په کال کې د ۲۵۰ په شاوخوا کې نوي محصلین جذبوي.

میهن د لوړو زده کړو موسسه د خپلو محصلینو لپاره هر کال ځانګړی تخفیف لري. د عبدي په خبره، د ۱۳۹۸ لمریز کال لپاره په ستوماتولوژۍ او فارمسۍ  کې ۲۰ سلنه تخفیف او په طبي ټکنالوژۍ کې ۴۰ سلنه تخفیف لري. د یادولو وړ ده چې میهن د لوړو زده کړو موسسه د قابلګۍ پوهنځی هم لري، چې یوازې دوه کاله پکې زده کړې کېږي. دی وایي، په قابلګۍ برخه کې هم د خپلو محصلینو لپاره ۴۰ سلنه تخفیف لري، چې یوازې ښځینه محصلینې پکې زده کړې کوي.

دا چې په خصوصي پوهنتونونو کې تر ډېره هغه کسان زده کړې کوي، چې د زده کړو تر څنګ خپل شخصي کارو بار لري او یا هم په نورو ادارو کې پر کار بوخت وي، نو میهن د لوړو زده کړو موسسې همدې ټکي ته په پام سره د ورځې په دوو ټایمونو کې د خپلو محصلینو لپاره د زده کړو زمینه برابره کړې ده. ښاغلی عبدي وایي، د سهار له اتو تر لسو او د مازدیګر له څلور نیمو تر اوو بجو پورې محصلین د زده کړو لپاره ور غواړي. دی وایي، په همدې موده کې محصلینو ته نظري او عملي زده کړې ور کول کېږي.

دا چې په میهن د لوړو زده کړو موسسه کې یوازې په طبي برخه کې زده کړې کېږي، نو استادان یې تر ډېره ډاکټران دي او ټاکلې لوړې زده کړې لري. د عبدي په خبره، په دری واړو پوهنځیو کې یې پر کار پوه او مسلکي استادان پر دندو ګومارلي او د تدریس چارې مخ ته وړي چې په دواړو برخو عملي او نظري ډول محصلینو ته تدریس کوي. د دې ترڅنګ، د ثقافت د تدریس په برخه کې یې هغه کسان پر دندو ګمارلي، چې له شرعیاتو پوهنځي فارغ وي او د تدریس په برخه کې کافي تجربه ولري. دا چې څو کسان د میهن په لوړو زده کړو موسسه کې پر تدریس بوخت دي، په اړه یې ښاغلي عبدي څه ونه ویل.

که څه هم په طبي برخه کې د ډېرو کتابونو پیدا کول یو څه ستونزمن دي، خو بیا هم میهن د لوړو زده کړو موسسې هڅه کړې ده چې د خپلو محصلینو لپاره د اړتیا وړ کتابونه په خپل کتابتون کې ولري. د عبدي په خبره، د مسلک اړوند لږ تر لږه ۳۰۰۰ کتابونه یې په هارډ او لږ تر لږه ۵۰۰ نور ېې په سافټ ډول د خپلو محصلینو په واک کې ورکړي، څو محصلین او استادان د اړتیا پر مهال ګټه ترې واخلي. دی وایي، هڅه کوي هغه کتابونه چې په ۲۰۱۹ ز کال کې چاپېږي، دوی به یې له ایران او هند هېوادونو څخه را وغواړي او د خپلو محصلینو په واک کې به یې ورکړي.

دغه موسسه تر اوسه پورې په کور دننه له لوړو زده کړو وزارت پرته، له کوم پوهنتون سره علمي اړیکې یا هوکړې نه لري، خو اوس اوس یې هڅې پیل کړې دي، چې په ترکیه کې له یوه خصوصي پوهنتون سره د علمي اړیکو تر څنګ، یوه هوکړه هم لاسلیک کړي، څو هغه محصلین چې دلته لوړې نمرې اخلي، د لوړو زده کړو او یا هم نورو وړتیاوو لوړولو لپاره یې دغه هېواد ته ولېږي او تر څنګ یې د دغه پوهنتون له تجربو څخه ګټه واخلي.

لوړو زده کړو وزارت لومړی خصوصي پوهنتونونو او بیا وروسته د لوړو زده کړو خصوصی موسسو څخه فارغ شویو محصلینو  ته د ډيپلوم په کچه تحصیلي اسنادونه ورکوي. ښاغلی عبدي وایي، دوی تر اوسه پورې خپلو فارغ شویو محصلینو ته یوه تصدیق پاڼه چې لوړو زده کړو وزارت یې تاییدوي ورکوي، څو د دندې په پیدا کولو او نورو برخو کې ترې ګټه واخلي، ځکه دغه تصدیق پاڼه په ټولو ادارو کې د باور وړ ده او ډیپلوم ارزښت لري. دی وایي، تر اوسه پورې یې لږ تر لږه ۶۰۰ فارغ شویو محصلینو ته دغه تصدیق پاڼې ورکړې دي او کله چې د لوړو زده کړو خصوصي موسسو ته د ډیپلومونو د ویش وار رسېږي، هغه وخت به بیا لومړی فارغ او بیا وروسته فارغېدونکو محصلینو ته د لوړو زده کړو وزارت لخوا تایید شوي ډیپلومونه ورکوي.

د دې موسسې اداره د خپل بنسټ لپاره یو پنځه کلن ستراتيژیک پلان لري، چې اوسمهال یې لوړو زده کړو وزارت ته د تاییدۍ لپاره استولی دی. په دغه ستراتيژیک پلان کې د دایمي استادانو ګمارل، د کتابتون پراختیا، د لابراتوارونو جوړول، د غاښونو د کلینک جوړول او په ټوله کې د پولي کلینک جوړول چې د شته پوهنځیو ټولې برخې به ولري، شامل دي.

د میهن د لوړو زده کړو موسسه له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي، چې په لومړي سر کې باید له خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو له موسسو څخه ملاتړ وکړي او که ملاتړ ونه کړي او هرڅه په اوسني ډول روان وي، ډېر ژر ده چې ډېری پوهنتونونه او یا موسسې به وتړل شي او که ونه هم تړل شي، د کیفیت له اړخه به خورا کمزوري شي. د دې ترڅنګ، فارغ شویو محصلینو ته د ډيپلومونو ویشل یوه اساسي ستونزه ده. ښاغلی عبدي وایي، که څه هم په هېواد کې فعالې ټولې ادارې پر دې ښې پوهېږي چې تر اوسه پورې د خصوصي پوهنتونونو فارغ شویو محصلینو ته ډيپلومونه نه دي وېشل شوي او ورکړل شوې تصدیق پاڼې چې لوړو زده کړو وزارت تایید کړې دي، د ډیپلوم ارزښت لري، خو بیا هم د دوی لپاره په دنده اخیستو کې ستونزې جوړوي. دی له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي چې هر څومره ژر کېدای شي د خصوصي پوهنتونونو د فارغانو لپاره هم ډیپلومونه ورکړي، څو محصلين له خپل دې اساسي حق څخه برخمن شي او د دندې په پیدا کولو کې له ستونزو سره مخ نه شي.

Share8Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
Columbus, United States
یکشنبه, مارچ 8, 2026
Mostly Cloudy
28 ° c
43%
11mh
-%
26 c 20 c
سه شنبه
27 c 20 c
چهارشنبه
27 c 20 c
پنجشنبه
27 c 17 c
جمعه
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي جين پينګ د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې له غړو سره ولیدل

مارچ 7, 2026

د چين د ۱۴م ملي ولسي کانګرس ۴مې غونډې د خلکو د ژوند په اړه مطبوعاتي غونډه ترسره کړه

مارچ 7, 2026

د چين په لوړو زده کړو کې د شمولیت کچه له ۶۰٪ څخه اوښتې ده

مارچ 7, 2026
_cuva

د چین د فلمي ټکټونو عوایدو د نړۍ لومړی مقام خپل کړی دی

مارچ 7, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In