دوشنبه, سپتمبر 7, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ډبلیو ایچ او: د بامیانو د ولایتي روغتون لابراتوار ته عصري تجهیزات ورکړل شول

    یو این ایچ سي ار: جبري بې‌ځایه شوي نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري

    بامیانو کې د بند امیر دویم ملي نندارتون پرانیستل شو

    هرات کې یوه فابریکه هره ورځ ۲۵ ټنه روب تولیدوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ډبلیو ایچ او: د بامیانو د ولایتي روغتون لابراتوار ته عصري تجهیزات ورکړل شول

    یو این ایچ سي ار: جبري بې‌ځایه شوي نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري

    بامیانو کې د بند امیر دویم ملي نندارتون پرانیستل شو

    هرات کې یوه فابریکه هره ورځ ۲۵ ټنه روب تولیدوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه دریځ

د کابل – کندهار لاره، ناسمه تګلاره او کمزوری حکومت

اکتوبر 8, 2018
in دریځ
0 0

درېیمه ورځ ده چې وسله والو طالبانو د کابل- کندهار لویه لاره تړلې ده. دوی وايي چې دا لاره یې د حکومت پر مخ تړلې، خو ملکي وګړي هم نه شي کولی چې پرې تګ راتګ وکړي. دوی وړمه شپه په همدې لاره د سیداباد پر ولسوالۍ برید وکړ، د امنیه قوماندان په ګډون یې ۱۴ پولیس ووژل او ولسوالي یې ونیوله. دغه راز یې په غزني کې هم پر پوستو بریدونه کړي او په لاره کې یې خنډونه جوړ کړي دي.

د طالبانو د بریدونو او د دغو بریدونو د څرنګوالي او ځایونو په تړاو له وړاندې معلومات وو. وسله والو طالبانو خپله اعلامیه خپره کړه چې دا لاره بندوي، خو حکومت نه دی توانېدلی چې د دغو بریدونو مخه ونیسي او لاره پرانیزي. د دغه ډول پېښو پر مهال معلومېږي چې دا حکومت څومره بې نظمه او ناسمه جګړه پر مخ وړي. دوی پر هغو ځایونو تمرکز نه کوي چې هلته ګواښ وي. اوس جګړه په سیداباد کې وه، خو دوی د پکتیا په ګرده څېړۍ کې پر ملکي وګړو هوايي برید کړی دی. په سیداباد کې ګڼ وسله وال را ټول شول او ډلې ډلې روان وو چې پر ولسوالۍ برید وکړي، خو نه هوايي ځواک وکارول شو او نه هم مرستندوی ځواکونه سیداباد ولسوالۍ ته ورسېدل. ولسوالي سقوط شوه، وسله والو د امنیه قوماندان په ګډون ۱۴ پولیس ووژل، وسلې، تجهیزات او نور وسایل یې له ځان سره یووړل. ګواښ معلوم و، د ګواښ ځای هم معلوم و، خو هېڅ ونه شول. د دې پر خلاف بیا د همدې ولایت په جغتو ولسوالۍ کې ۱۳ ملکي وګړي په هوايي برید کې وژل کېږي. برید په داسې ځای کې څو ورځې وړاندې وشو، چې نه حکومتي واکمني شته او نه هم هلته کوم ګواښ. د همدې سیداباد ولسوالۍ په تنګي دره کې چاپې وي، د خلکو کورونه نړول کېږي او بې ګناه خلک وژل کېږي، خو د ګواښ پر مهال بیا نه د چاپې څرک وي او نه هم د هوايي برید او مرستندویو ځواکونو. چېرته چې د برید اړتیا نه وي، هلته برید کېږي او چېرته چې د برید او مرستې اړتیا وي، هلته بیا برید او مرسته نه کېږي.

اوس چې د کابل- کندهار د لویې لارې د تړلو درېیمه ورځ ده، داسې نه ښکاري چې امنیتي ځواکونه ژر  دا لاره پرانیستلی شي. له همدې امله به خلک په ستونزو کې وي، تر ټولو مهمه لاره به بنده وي، خلک به تګ را تګ نه کوي او زرګونه انسانان به په ستونزو کې وي. که له یوه اړخه د حکومت بې کفایتي او کمزوري ده، له بله اړخه طالبان هم له بده مرغه پر حکومت د فشار لپاره له ناوړو لارو کار اخلي. د لویو لارو بندول د ټولو اسلامي او منل شويو قوانینو او اصولو خلاف کار دی. طالبان استدلال کوي چې دا کار د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره کوي، خو دې ته نه ګوري چې تر ټولو لویه اکمالاتي لاره یې تړلې، د خلکو ورځنی ژوند خراب شوی او اقتصادي زیان اوړي. دغه راز پر دغه لاره تلونکي مسافر په کابل، کندهار او نورو سیمو کې بند دي، چې پکې ښځې، ماشومان او سپین ږیري هم دي. طالبان پر دې هر څه پوهېږي، خو بیا هم لویې لارې تړي چې حکومت تر فشار لاندې راولي.

وسله والو طالبانو ته پکار ده چې پر ملکي وګړو د فشار له لارې پر حکومت د فشار هڅه ونه کړي او نور دا ډول کړنې بندې کړي. حکومت ته هم پکار ده چې د خلکو د سر په خوندي کولو او د لویو لارو په امنیت کې جدي وي او نور دا ډول بې کفایتۍ پرېږدي.

Share4Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

یونیسف: د نیپال له سېلاب ځپلو ماشومانو او کورنیو سره مالي مرسته وکړئ

سپتمبر 7, 2026

ډبلیو ایچ او: د بامیانو د ولایتي روغتون لابراتوار ته عصري تجهیزات ورکړل شول

سپتمبر 7, 2026

یو این ایچ سي ار: جبري بې‌ځایه شوي نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري

سپتمبر 7, 2026

روسي سوداګر: د رېل له لارې روسیې ته د افغان تازه مېوو د صادراتو هڅه کوو

سپتمبر 7, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In