دوشنبه, جولای 27, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه دریځ

د وحشتونو وروستۍ څپه

جولای 2, 2019
in دریځ
0 0

پرون په کابل کې د دفاع وزارت په یوه اړونده اداره وسله وال برید وشو، چې پکې لویه مرګ ژوبله ملکي وګړو ته واوښتله. برید له ملکي وګړو په یوه ډکه سیمه کې شوی، چې د ځاني زیانونو تر څنګ یې پراخ مالي زیانونه هم اړولي دي. طالبانو د برید مسوولیت منلی دی. تر دې وړاندې ګډو ځواکونو وړمه شپه په وردګو کې پر یوه مدرسه برید کړی و او نهه ماشومان یې پکې وژلي وو.

دا بریدونه له څو اړخونو د اندېښنې وړ دي. لومړی دا چې ډېری ملکي وګړي پکې وژل کېږي. کله چې د ملکي خلکو د کورونو او یا له ملکي خلکو په ډکه سیمه کې یو داسې هدف وي چې وسله وال طالبان او یا حکومت او امریکا پرې برید کوي، نو واضح ده چې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي. که د جګړې له ښکېلو اړخونو سره لږ هم د ارزښتونو بحث مطرح وي او د ملکي وګړو ژوند ورته مهم وي، نو باید دا برید ونه کړي. هېڅ هدف د دوی دغه بریدونه نه شي توجیه کولی. پرون طالبان ښه پوهېدل چې د دوی د موخې شاوخوا ټول ملکي وګړي اوسیږي، د استوګنې بلاکونه دي او آن ښوونځي دي، خو بیا یې هم برید وکړ. برید لومړی په یوه ستره چاودنه پیل شو، چې ډېر خلک یې ټپیان کړل. دوی ښه پوهېدل چې د ملکي وګړو په منځ کې دا ډول برید پراخ ملکي تلفات لري، خو بیا یې هم برید وکړ. همداسې حکومتي او امریکايي ځواکونه هم همدا کار کوي. په نیمه شپه په یوه کور ور وغورځي، که ښځه، ماشوم یا بل هر څوک په مخه ورشي، وژني یې. دوی د یوه طالب لپاره پر ټول کور او کلي بمونه غورځوي. د یوه وسله وال طالب لپاره پوره دیني مدرسه او یا هم د ملکي وګړو موټر بمباروي او ډېر ملکیان پکې وژني. دوی ښه پوهیږي چې په کلي کې ملکیان وي، دوی ښه پوهیږي چې د دوی د برید په سیمه کې ملکیان شته، خو بیا هم د ملکیانو ژوند ته پام نه کوي او برید کوي. دا وحشت دی چې له هېڅ لوري او په هېڅ ډول نه شي توجیه کېدلی.

د دغو بریدونو بل زیان دا دی چې د سولې پر روانو خبرو منفي اغېز کوي. د سولې د خبرو پر مهال که داسې بریدونه کېږي، نو دا پر سوله منفي اغېز کوي. که امریکا له طالبانو سره خبرې کوي، خو په کلیو کې پر خلکو درانه بمونه غورځوي، نو دا ښکاره کوي چې دوی په سوله کې صادق نه دي. همداسې که طالبان له امریکا سره خبرې کوي، خو په کابل کې د ملکي وګړو د اوسېدو په ځای کې بریدونه کوي، نو دا د سولې ضد خوځښت دی چې د سولې لپاره د دوی پر اراده شکونه زیاتوي.

دواړو اړخونو ته پکار ده چې تاوتریخوالی را کم کړي. که په بله برخه کې نه وي، لږ تر لږه د ملکیانو دا ډول وحشیانه وژنې باید ودریږي. د ملکي وګړو له ګڼې ګوڼې په ډکه سیمه کې باید بریدونه ودرول شي او نور د ملکیانو له ژوند سره دومره بې توپیره چلند ونه شي.

Share20Tweet5Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

څو تصدیو د امریکا حکومت د تعرفې پر نوي اقدام دعوا وکړه

جولای 26, 2026

کويټ له نړيوالو ارګانونو سره د ۱۶ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت د انرژۍ د زيربناوو د همکارۍ تړون لاسليک کړ

جولای 26, 2026

ټرمپ امریکايي ځواکونو ته امر ورکړی چې پر ايران بریدونه وځنډوي

جولای 26, 2026

وانګ يي د روسيې د بهرنيو چارو له وزير لاوروف سره ولیدل

جولای 26, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In