یکشنبه, مارچ 8, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    عامې روغتیا وزیر؛ د زړه ناروغیو د درملنې پروژې له مسولینو سره کتلي

    فطرت: د پاکستان د برید له کبله تورخم کې ۳۰۰ میلیونه زیان اوښتی

    القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

    غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

  • نړۍ

    امریکايي شنونکی: واشنګټن د منځني ختیځ د جګړې حقیقت له خلکو پټوي

    هند؛ په منځني ختیځ کې د امنیتي کړکېچ له امله زرګونه وګړي ایستلي

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    عامې روغتیا وزیر؛ د زړه ناروغیو د درملنې پروژې له مسولینو سره کتلي

    فطرت: د پاکستان د برید له کبله تورخم کې ۳۰۰ میلیونه زیان اوښتی

    القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

    غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

  • نړۍ

    امریکايي شنونکی: واشنګټن د منځني ختیځ د جګړې حقیقت له خلکو پټوي

    هند؛ په منځني ختیځ کې د امنیتي کړکېچ له امله زرګونه وګړي ایستلي

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي پوهنتون

ابن سینا پوهنتون

حمیدالله حمیدي

جولای 7, 2019
in پوهنتون
0 0

ابن سینا پوهنتون د اساسي قانون د ۴۶ مې مادې له حکم او د لوړو زده کړو د خصوصي موسسو له مقررې سره سم، د لوړو  زده کړو وزارت په منظورۍ او په دغه وزارت کې له ثبت او راجسټر وروسته په ۱۳۸۹ لمریز کال په کابل ښار کې پر فعالیت پیل وکړ.

دغه پوهنتون چې په لومړي سر کې یې د موسسې په کچه فعالیت پیل کړی و، څلور پوهنځي (سیاسي علوم، اقتصاد او مدیریت، حقوق او ټولنیز علوم) درلودل. د ابن سینا پوهنتون علمي او تدریسي مرستیال ذاکر حسین ارشاد وایي، سوداګریز اقتصاد، بانکي مدیریت، مالي چارې، عامه او خصوصي حقوق، د جزا حقوق او جینایي علوم، نړیوالې اړیکې، سیاسي  افکار، ټولنپېژندنه، ژورنالېزم او فلسفه هغه نهه څانګې وې، چې د دغه پوهنتون په پورته ذکر شویو پوهنځیو کې محصلین پکې پر زده کړو بوخت وو.

یادې موسسې کله چې په ۱۳۹۲ لمریز  کال کې پوهنتون ته ارتقا وکړه، نو په چوکاټ کې یې د انجنیري پوهنځی هم ور زیات شو، چې څلور ډېپارټمنټونه( سیول انجنیري، ځمکپېژندنه او معدن، مهندسي او چاپېریال ساتنه) یې درلودل. وروسته یې له لوړو زده کړو وزارت څخه د کمپیوټر ساینس پوهنځي د جوړولو جواز هم تر لاسه کړ، چې په دغه پوهنځي کې دوه ډېپارټمنټونه (معلوماتي ټکنالوژي او  سافټویر انجنیرېنګ) شامل وو. په ۱۳۹۱ لمریز کال یې کې خپله لومړۍ ولایتي څانګه په مزارشریف ښار کې پرانیسته. په دې څانګه کې یې د سیاسي علومو، حقوقو، اقتصاد، ټولنیزو علومو او کمپیوټر ساینس په برخه کې محصلین جذب کړل. د مزارشریف څانګه یې ځانګړی کتابتون، کمپیوټر لب او مسلکي کادري غړي لري، چې له مرکزي څانګې سره په همغږۍ مخ ته ځي.

ابن سینا پوهنتون په خپلو دواړو څانګو کې لږ تر لږه ۳۵۰۰ محصلین لري، چې د دغه پوهنتون په فعالو پوهنځیو کې پر لوړو زده کړو بوخت دي. ښاغلی ذاکر حسین ارشاد وايي، چې د محصلینو ۳۰سلنه یې ښځینه جوړوي.

د نوموړي په خبره، په ۱۳۹۲ لمریز کال کې یې له لوړو  زده کړو وزارت څخه د نړیوالو اړیکو په برخه کې او په ۱۳۹۳ لمریز کال کې یې د خصوصي او جزایي حقوقو په برخه کې د ماسټرۍ جوازونه تر لاسه کړل او محصلین یې ورته جذب کړل. دغه پوهنتون هڅه کوي چې په نورو پوهنځیو کې هم د ماسټرۍ پروګرامونه پیل کړي.

د ابن سینا پوهنتون علمي او تدریسي مرستیال ذاکر حسین ارشاد وایي، له پیله تر اوسه پورې يې لږ تر لږه ۱۵۰۰ کسان د دغه پوهنتون له بېلابېلو پوهنځیو څخه د لېسانس په کچه فارغ شوي چې ډېری یې اوس په دولتي او غیر دولتي ادارو کې پر دندو بوخت دي. د نوموړي په خبره، له ماسټرۍ پروګرامونو څخه یې هم تر اوسه پورې دری دورې محصلین فارغ کړي او څلورمه دوره به یې په نږدې راتلونکي کې فارغ شي.

ابن سینا پوهنتون د ورځې په دوو ټایمونو کې محصلین د زده کړو لپاره ور غواړي. په خصوصي پوهنتونونو کې تر ډېره هغه کسان زده کړې کوي، چې د زده کړو تر څنګ پر خپلو شخصي کارونو هم بوخت وي، تر ډېره خصوصي پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسې هڅه کوي څو د هغوی له خوښې سره سم درسي ټایمونه ورته برابر کړي. ارشاد وایي، پوهنتون یې د هر پوهنځي لپاره کافي امکانات لري، نو مارکېټ ته په کتو په کلني ډول دوی لږ تر لږه ۵۰۰ نوي محصلین په خپلو بېلابېلو پوهنځیو کې جذبوي.

دغه پوهنتون د خپلو بېلابېلو کټګوریو محصلینو لپاره د فیس په برخه کې تخفیف هم په پام کې نیولی دی. د ذاکر حسین په خبره، ممتازو محصلینو، د شهیدانو کورنیو، بې وزلو او هغه چاته چې په یو ډول نه یو ډول یې د هېواد په ابادۍ کې برخه اخیستې وي، خو اقتصادي وضعیت یې ښه نه وي، تخفیف ورکوي څو له زده کړو بې برخې نه شي او خپلې لوړې زده کړې مخ ته یوسي.

ابن سینا پوهنتون د خپلو محصلینو لپاره مجهز کتابتون، کمپیوټر لب، د مطالعې پراخ سالون او مسلکي استادان لري. د دې تر څنګ، وخت ناوخت د خپلو محصلینو د وړتیاوو لوړولو لپاره ورکشاپونه، سیمینارونه او کورسونه دایروي. د ذاکر حسین په خبره، د دې ټولو تر څنګ یې د خپلو محصلینو لپاره یو انلاین کتابتون هم په دې وروستیو کې جوړ کړی دی، چې د نړۍ له بېلابېلو معتبرو تحقیقي او څېړنیزو وېبپاڼو سره تړلی، څو یې محصلین د اړتیا پر وخت خپلې ستونزې پکې حل کړي.

ابن سینا پوهنتون په کور دننه او بهر دواړو کې له پوهنتونونو سره علمي اړیکې لري. ذاکر وایي، د کابل له مرکزي پوهنتون سره د علمي اړیکو هوکړه لري او په نږدې راتلونکي کې به د کابل ښار له ځینو نورو پوهنتونونو سره هم هوکړې لاسلیک کړي. په هند، ایران، ترکیه او منځنۍ اسیا کې هم له ځینو پوهنتونونو سره په اړیکه کې دي، د نظر تبادله کوي او له تجربو یې ګټه اخلي.

ذاکر حسین وایي، دا چې ابن سینا پوهنتون د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ او د همدغه وزارت د قانون په رڼا کې فعالیت کوي، نو یوازینی هغه پوهنتون دی چې د خپلو محصلینو لپاره یې د لوړو زده کړو وزارت څخه تایید شوي ډیپلومونه تر لاسه او خپلو فارغ شویو محصلینو ته یې ووېشل. نوموړی وایي، د تحصیلي اسنادو اړوند کارونه ټول پخپله مخ ته وړي او کله چې محصل فارغ شي، د قانوني مراحلو له مخ ته بېولو وروسته ډېر ژر خپل تحصیلي اسناد تر لاسه کولی شي. نوموړی دغه راز وایي، د فارغ شویو محصلینو لپاره یې د ډیپلومونو د وېش لړۍ لا هم روانه ده.

د هغه په خبره، د محصلینو لپاره یې د زده کړو خورا ډېر امکانات او ښه اکاډمیک چاپېریال برابر کړی دی.  هغه وایي، ټولګي یې ټول په مډرنو تدریسي وسایلو هغه چې اړتیا ورته لیدل کېږي، سمبال دي. ښاغلی ذاکر حسین وایي، له دې  سره په څنګ کې دوی وخت ناوخت خپلو محصلینو ته په اړوندو برخو کې سیمینارونه او ورکشاپونه دایروي، څو هلته په عملي ډول کار تر سره کړي، تجربې تر لاسه کړي او هر څه له نږدې وګوري، چې دغه څه له محصل سره د عملي زده کړو او له فراغت وروسته د دندې په پیدا کولو کې ډېره مرسته کوي.

د ابن سینا پوهنتون علمي او تدریسي مرستیال وایي، د خپل دغه بنسټ لپاره دوه ډوله پلان لري، چې یو یې په علمي او بل هم په ساختماني برخه کې دی.

هغه زیاتوي، تازه یې د پوهنتون لپاره د ودانۍ جوړولو چارې پیل کړې چې ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته چمتو شي. دا چې په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره خصوصي پوهنتونونو فعالیت پیل کړی، نو له فعالیت سره سمدستي دغه پوهنتونونه نه شي کولی، ټول هغه امکانات چې یو پوهنتون یا د لوړو زده کړو موسسه یې باید ولري، برابر کړي. د هغه په خبره، لږ تر لږه تر هغه چې خصوصي پوهنتونونه پر خپلو پښو درېږي، باید په دې برخه کې ور سره افغان حکومت او په ځانګړې توګه د لوړو زده کړو وزارت مرسته وکړي.

د ابن سینا پوهنتون اداره په ځانګړې توګه له لوړو زده کړو وزارت څخه کومه غوښتنه او ګیله نه لري، خو وایي، په ټوله کې باید له خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو له موسسو سره تر هغه پورې مرسته وشي، چې پر پښو ودرېږي او هغه څه یې چې پر دغه وزارت حق بلل کېږي، په ورکولو کې یې ناغېړي ونه کړي.

Share6Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

عامې روغتیا وزیر؛ د زړه ناروغیو د درملنې پروژې له مسولینو سره کتلي

مارچ 8, 2026

امریکايي شنونکی: واشنګټن د منځني ختیځ د جګړې حقیقت له خلکو پټوي

مارچ 8, 2026

هند؛ په منځني ختیځ کې د امنیتي کړکېچ له امله زرګونه وګړي ایستلي

مارچ 8, 2026

فطرت: د پاکستان د برید له کبله تورخم کې ۳۰۰ میلیونه زیان اوښتی

مارچ 8, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In