د رسنیو د راپورونو له مخې پمپیو په دغه سفر کې له خپل کوریايي سیال سره لیدلي دي. دواړو لورو پر مهمو مسایلو خبرې کړې دي. ویل کېږي شمالي کوریا په دې لیدنه کې ژمنه کړې چې امریکايي څېړونکو ته به د ورتګ اجازه ورکړي څو د دغه هېواد د اټومي بټیو او وسلو په اړه څېړنې وکړي. په دې لیدنه کې همدا راز د شمالي کوریا او امریکا د ولسمشرانو پر دویم ځلي لیدنه هم بحث شوی دی. سرچینې وايي دواړو لورو د لیدنې هوکړه کړې ده خو د وخت او ځای په اړه یې رسنیو ته معلومات نه دي ورکړل شوي.