د کرکټ نړیوالې شورا سره په دې وروستیو کې د نیپال کرکټ ملي لوبډلې د یو ورځینیو ۵۰ اوریزه کرکټ سیالیو امتیاز ترلاسه کړ، چې له دې وروسته به د دغه سیالیو د ترسره کولو اجازه ولري. د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د نیپال کرکټ ملي لوبډلې لپاره د ۵۰ اوریزه سیالیو پیل د هالینډ خلاف په رسمي سیالیو سره وشو، چې په لمړۍ لوبه کې یې ماتې وخوړه، خو په دویمه نړیواله سیالۍ کې یې د خپل کرکټ تاریخي بریا ثبت کړه. په سیالۍ کې نیپال لوبډلې د سومپل کامي د ۶۱ او لوبډلمشر پاراس خادکا د ۵۱ منډو سره هالینډ ته د ۲۱۷ منډو هدف ورکړ، چې پکې هالینډ د یوې منډې په توپیر سره ماتې وخوړه. د هالیند لپاره ویسلي بریسي د ۷۱ منډو جوړولو سره بهترینه لوبه وکړه، خو لوبډله یې د بریا خپلولو کې پاتې راغله. له دې وړاندې د دواړو لوبډلو ترمنځ د هالینډ په امسټیل وین سټډیوم کې لمړۍ ۵۰ اوریزه سیالي د اګسټ میاشتې په لمړۍ نیټه ترسره شوه، چې پکې نیپال ماتې وخوړه. د کرکټ نړیوالې شورا سره په دې وروسیتو څو میاشتو کې د افغانستان ترڅنګ ایرلینډ بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ، خو ترڅنګ یې نیپال د یو ورځینیو سیالیو سټیټس یا درجه خپله کړه، چې په نړیوال کرکټ کې د یو بدلون په معنی دي او د کرکټ د لآ پرمختګ لپاره دغه کړنه ترسره شوې ده.