د وسله والو طالبانو د ویاند له لوري رسنیو ته په استول شوې اعلامیه کې راغلي چې امریکایانو د ولس د تېر ايستلو لپاره د ټاکنو پروسه رامنځ ته کړې ده نو له همدې امله ولس ته په کار ده چې په دغه پروسه کې ګډون و نه کړي. په خبرپاڼه کې راځي چې امریکایان پخپله دغه پروسه مدیریت کوي، د خلکو رایې ارزښت نه لري او د افغانستان له راتلونکې سره کومه مرسته نه شي کولی. وسله والو طالبانو ویلي، تېر پارلمان له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړ چې په دې توګه د زرګونه افغانانو وینې تویې شوې او دا کار له ملي ګټو سره په ټکر کې عمل و، نو له راتلونکي پارلمان هم د ښو تمه نه شي کېدلی. د طالبانو مشرتابه پر خپلو وسله والو غږ کړی چې په ټول توان دې په خپلو سیمو کې د ټاکنو د ترسره کېدو مخه ونیسي او دغه پروسه دې ناکامه کړي. وسله والو طالبانو نوماندانو ته هم خبرداری ورکړی چې په دغه پروسه کې دې ګډون نه کوي، ځکه د افغانستان شرایطو ته په کتو ټاکنې نه شي ترسره کېدلی او امریکا خپل اهداف پالي. دوی یو ځل بیا پر افغان ولس غږ کړی چې د امریکايي ځواکونو پر وتلو دې ټینګار وکړي او په وینا یې د هېواد ملي ګټې او خیر په همدې کې دی چې دغه ځواکونه له افغان خاورې ووځي. افغان حکومت تر اوسه ددې اعلامیې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.