د امریکا په نیویارک ایالت کې د یوه لیموزین موټر د ټکر له امله ۲۰ کسان مړه شوي دي. د رویټرز اژانس د خبر له مخې په دې موټر کې د یوه واده مېلمانه سپاره وو. د نیویارک ایالت پولیسو ویلي، پېښه الباني ته نږدې شوې ده. سیمه ییزو رسنیو ویلي، لیموزین موټر له یوه بل موټر سره تر ټکر وروسته له سړکه اوښتی او د یوې لویې مغازې پارکینګ ته لوېدلی دی. د رویټرز په حواله، ۱۸تنه مړه شوي د لیموزین سوارلۍ وه او یواځې دوه کسان په پارکینګ کې وژل شوي دي.