کېم جونګ اون د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره ناسته فوق العاده بللې دي. غربي رسنیو د جنوبي کوریا د یوې ورځپاڼې په حواله خبر ورکړی، چې کېم جونګ اون له مایک پومپیو سره خبرې مثتبې او هیله بخښونکي بللې دي. د سرچینې په وینا کېم جونګ اون ورته ویلي، له پومپیو سره هوکړې ته رسېدلی دی، چې هر څومره ژر کېدای شي له ټرمپ سره به یوه ناسته تنظیم او ورسره به د شمالي کوریا د خالي سلاح کولو د پروسې پر نظارت هم خبرې وکړي. د سرچینې په وینا کېم زیاته کړې، چې له پومپیو سره په خبرو کې یې د دواړو هېوادونو ګټو ته په پام دا تصمیم نیولی دی. هغه زیاته کړې چې له ټرمپ سره به د ځینو موضوعاتو په اړه په تفصیل خبرې وکړي.