د نوبل جایزه، د نړۍ له تر ټولو مشهورو جایزو څخه ده، چې له مختلفو برخو د فردي، ډله ییزو او سازماني فعالانو په نصیب کېږي.
دغه جایزه په لومړي ځل د الفرډ نوبل د وصیت له مخې پيل شوه.
هغه په ۱۸۹۵ ز کال کې د مرګ پر وخت وصیت کړی و چې له مړینې وروسته يې له ورپاتې شتمنۍ څخه د مختلفو برخو لویو خدمت کوونکو ته د ده په نوم نړیواله جایزه ورکړل شي.
نوبل د سویډن یو مشهور ساینس پوه و، چې له مړینې پنځه کاله وروسته یعنې په ۱۹۰۱ ز کال کې عملاً د دې جایزې د ورکړې چارې پيل شوې.
نوبل جایزه، اوس هر کال په پنځو برخو: فزیک، کیمیا، فیزیولوژۍ او طب، ادبیاتو او سولې برخو کې په نړیواله کچه د غوره کار کولو په بدل کې ورکول کېږي.
مشهور نوبل ګټونکي
د نوبل ګټونکو له ډلې د پولنډ او فرانسې اړوند فزیک پوه ماریا اسکلوډوسکا، د انګلستان فردرېک سنګر، د امریکا جان بارډېن او یو شمېر نور دوه ـ دوه ځله د نوبل جایزې په ګټلو بریالي شول.
په دوی کې ماري کوري لومړنۍ ښځه وه، چې د نوبل جایزه یې وګټله. هغه چې د فزیک او کیمیا عالمه وه، دوه ځلې یې دغه جایزه ترلاسه او تر نورو یې لوړ شهرت وګاټه.
ښځینه عالمانې، لیکوالې، فعالانې او د نوبل جایزه
د نوبل جایزې له پيل یوه پېړۍ تېرېږي، خو تر اوسه یوازې ۵۲ ښځو دغه جایزه ترلاسه کړې.
د نوبل جایزې بنسټ، د دې کمښت دلیل د علمي او بشري حقونو په برخو کې د ښځو لږ ګډون ښودلی.
ویل شوي چې دا به د ښځو ستونزه نه وي چې په دې برخو کې لږې فعالې دي؛ بلکې ستونزه دا ده چې ښځو ته په ډېرو هېوادونو کې د پراخو فعالیتونو فضا نه ده مساعده .
د ۲۰۱۸ ز کال د نوبل جایزې په ګټونکو کې درې ښځې شاملې وې.
۱- نادیه مراد
نادیې مراد په ۲۰۱۸ ز کال کې د سولې په برخه کې د نوبل جایزه وګټله. عراقۍ نادیه مراد چې موصل ته نږدې له کرد ټبري ایزدي اقلیت څخه ده. د بشري حقونو لپاره د هڅو له کبله یې د نوبل د سولې جایزه تر لاسه کړه.
کله چې د داعش وسله والو په عراق د ایزدي مذهبي اقلیت پر کلیو برید وکړ، نو د دوی ډېر سړي یې ووژل او ښځې یې له ځان سره بوتلې. نادیه وايي چې د داعش وسلوالو د دې شپږ وروڼه او مور ووژل او دا یې له ځان سره بوتله چې د څه وخت لپاره د داعش د وسله والو له خوا د جنسي تېریو په شمول په بېلابېلو بڼو ربړول شوې ده.
هغه وروسته د داعش له اسارت وتښتېده، جرمني ته یې لاره ومونده او هلته د ایزدي اقلیت د تښتول شویو ښځو د حقونو په یو سمبول بدله شوه. نوموړې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وینا وکړه او په ګڼو نورو غونډو کې او ټولنو کې یې د عراقیانو، په ځانګړې توګه د ایزدي اقلیت غږ پورته کړ.
۲- ډانا سټریکلنډ
ډانا سټریکلنډ بیا کاناډايي فزیک پوهه ده. نوموړې لومړنۍ ښځه ده چې ۵۵ کاله وروسته د فزیک په برخه کې د نوبل جایزه اخلي. نوموړې د نور په برخه کې څېړنې کړې دي.
ډانا سټریکلنډ لومړنۍ ښځه ده چې ۵۵ کاله وروسته په ۲۰۱۸ ز کال کې د فزیک په برخه کې د نوبل ګټونکې اعلان شوه.
۳- فرانسېس ارنولډ
فرانسېس ارنولډ امریکايۍ کیمیا پوهه هم سږ کال د رهبري شوي تکامل (directed evolution) په اړه د څېړنو له کبله د کیمیا په برخه کې د نوبل د جایزې ګټونکې شوه.
فرانسېس ارنولډ کیمیا پوهه ده. هغې د رهبري شوي تکامل په برخه کې د څېړنو له برکته په ۲۰۱۸ ز کال کې د نوبل جایزه وګټله.
پر دې سربېره په پخوانیو کلونو کې هم ګڼو ښځو په بېلابېلو برخو کې د نوبل معتبره جایزه ګټلې. له دوی څخه یو شمېر یې په دې توګه درپېژنو :
ملاله یوسفزۍ
په تاریخ کې لومړنۍ پښتنه ده چې د سولې په برخه کې یې د نوبل جایزه ګټلې ده.
ملاله یوسفزۍ په ۱۹۹۷ ز کال د خیبر پښتونخوا په سوات سیمه کې وزېږېده. هغه د ښځو د زده کړو، ماشومانو او بشري حقونو فعاله ده.
ملاله یوسفزۍ لومړنۍ پښتنه ده چې د نجونو د تعلیم په برخه کې د هڅو له کبله د نوبل د سولې جایزې ګټونکې شوه.
ملاله په ۲۰۱۲ ز کال کې د تحریک طالبان پاکستان تر برید لاندې راغله او سخته ټپي شوه.
ملالې په ۲۰۱۳ ز کال کې په داسې مهال چې ۱۶ کلنه وه، د ملګرو ملتونو په عمومي كلنۍ غونډه کې وینا وکړه.
ملاله یوسفزۍ په ۲۰۱۴ ز کې د نوبل د سولې جایزه وګټله.
توکل کرمان
توکل کرمان یمنۍ ده او د یمن په وروستیو بحرانونو کې دغلته د بشري حقونو ، د بیان ازادۍ او ښځو د حقونو یوه مخکښه مبارزه ده.
یمنۍ ژورنالېسته، سیاسي فعاله او د ښځو د حقونو مبارزه ده. نوموړې همدارنګه شاعره او ادیبه هم ده. پلار یې د یمن په پخواني حکومت کې وزیر و. نوموړې د ښځو د خوندیتوب لپاره د خپلو هڅو له کبله په ۲۰۱۱ ز کال کې د نوبل د سولې جایزه ترلاسه کړه.
ماري کوري
ماري کوري، هغه ښځه چې د نوبل دوه جایزې یې ګټلې. یوه د فزیک او بله د کیمیا په برخه کې. نوموړې په نړۍ کې یوه نامتو ساینس پوهه وه.
نوموړې په ۱۹۰۳ ز کال کې د فزیک او په ۱۹۱۱ ز کال کې د کیمیا برخې د نوبل جایزه وګټله.
ماري چې د خپل خاوند (کوري) تخلص یې پر ځان اېښی، د پولنډ او فرانسې تابعیت لري.
مېرمن کوري په ۱۹۳۴ ز کال کې د وینې د کمښت د ناروغۍ له کبله مړه شوه.
بویاجیو ( مادر تریزا)
دا یوه مشهوره عیسوۍ مبلغه وه چې هند کې یې
بشري کارونه کول. پر نوموړې ډېر کله انتقاد کېده چې د بې وزلو لپاره راټولې کړې مرستې په عیسوي تبلیغاتو لګوي.
مېرمن اګنس ګونجا بویاجیو په ۱۹۱۰ ز کال کې زېږېدلې او په ۱۹۹۷ ز کال کې مړه شوې ده.
هغې په ۱۹۷۹ ز کال کې د نوبل د سولې جایزه وګټله.
دا د کاتولیک نظریې لاروۍ او په هند کې یې رضاکارانه خیریه کارونه کول. نوموړې په مادر تریزا مشهوره وه.
دې د همدې خیریه فعالیتونو له کبله د نوبل د سولې جایزه ترلاسه کړه.
پر دغې نوبل ګټونکې تور و چې د خیریه کارونو لپاره ټولې کړې مرستې یې د کلیساګانو پر جوړولو او خپلو نورو مذهبي موخو لګولې.
انگ سان سوچي
انګ سان سوچي په برما کې د ډیموکراسۍ او بشري حقونو د فعالیتونو او زندان تېرونې له کبله د سولې د نوبل جایزه ترلاسه کړه، خو اوس دغلته د روهنګیایي اقلیت پر وړاندې زور زیاتي له دې څخه د نوبل د جایزې د بېرته اخیستلو غوښتنې زیاتې کړې دي.
د میانمار یار برما اړوند دغه مبارزه ښځه په ۱۹۴۵ ز کال کې زیږېدلې ده. هغه له برېټانیې څخه د برما د خپلواکۍ د جګړې پرمهال ۱۵ کلنه وه، چې مور یې په هند کې د برما سفیره وټاکل شوه او دا او کورنۍ یې ورسره هغلته لاړل.
وروسته په برما کې د ډیموکراسۍ د پياوړتیا په هڅو کې مخکښه رهبره او مبارزه شوه چې له کبله یې په ۱۹۹۱ ز کال کې د نوبل د سولې جایزه وګټله.
سان سوچي د منتقدینو له کبله په برما کې پر مسلمان وژنې د چوپتیا له وجې تر سختو نیوکو لاندې ده او په دې وروستیو کې له نوموړې څخه ځینې نورې جایزې او امتیازونه بېرته اخیستل شوي دي. په نړیواله کچه داسې غوښتنې هم په زیاتېدو دي چې په برما کې د روهنګیايي اقلیت پر ډله ییزې وژنې د چوپتیا یا پکې د لاس لرلو له وجې دې له نوموړې د نوبل جایزه بېرته واخیستل شي.
شیرین عبادي
مېرمن عبادي د ایران مخکښه فعاله او بشري حقونو مبارزه ده چې په ۲۰۰۳ ز کال کې یې د نوبل د سولې جایزه وګټله.
شیرین عبادي ایرانۍ ده او د بشري حقونو په برخه کې د کار کولو له کبله یې د نوبل د سولې جایزه تر لاسه کړې. ډېر خلک د نوموړې فعالیتونه د دې وړ نه بولي چې د سولې د نوبل جایزې وړتیا دې ولري.
شیرین عبادي په ایران کې دننه او د باندې د ایران د سخت دریځه رژیم مخکښه منتقده ده.
وانگاری ماتای
وانگاری ماتای وتوانېده چې د نورو کینیايي ښځو په مرسته په کینیا کې دوه میلیونه نیالګي کینوي او هغه وپالي.
دا مېرمن د کینیا اړونده او د چاپېریال ساتنې یوه ستره مبارزه ده. هغې په ۲۰۰۴ ز کال کې د نوبل د سولې جایزه وګټله.
ميرمن ماتای لومړنۍ افریقایي ښځه ده چې د سولې نوبل جایزه یې ګټلې ده.