ملالۍ د لوړو زده کړو خصوصي موسسې خپل فعالیت د کندهار په عینو مېنه کې د دوو پوهنځیو (معالجوي طب او حقوق او سیاسي علومو) په درلودلو سره په ۱۳۹۰ لمریز کال کې پیل کړی دی. د دې موسسې عمومي رییس پوهنیار عبدالمالک نیازی وایي، له پیله تر اوسه پورې هماغه دوه پوهنځي لري. ښاغلی نیازی وایي، د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی یې دوه ډېپارټمنټونه (اداره او ډیپلوماسي، قضا او څارنوالي) لري او طب پوهنځی یې بیا یوازې یو ډېپارټمنټ (معالجوي طب) لري. نوموړی وایي، په طب پوهنځي کې ځینې مرستندوی ډېپارټمنټونه لري، خو هغه چې فارغان ورکوي، یوازې معالجوي طب دی.
د ملالۍ د لوړو زده کړو موسسې رییس وایي، اوسمهال په فعالو دوو پوهنځیو کې لږ تر لږه ۱۵۰۰ محصلین لري، چې له ډلې یې ۲۵۰ ښځینه محصلینې په طب پوهنځي او ۳۰ نورې بیا په حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي کې زده کړې کوي. ښاغلی نیازی وایي، تر اوسه پورې مو له دواړو پوهنځیو څخه د ۴۰۰ په شاوخوا کې محصلین د لېسانس په کچه فارغ او ټولنې ته مو د خدمت په موخه وړاندې کړي دي. نوموړی وایي، فارغ شوي ډېری محصلین یې دې دندو څښتنان دي، چې په خپله په کندهار ولایت او یا د هېواد په نورو ولایتونو کې په دولتي او غیر دولتي ادارو کې کار کوي.
د لوړو زده کړو په دې موسسه کې د تدریس چارې د لږ تر لږه ۵۳ استادانو لخوا مخ ته وړل کېږي، چې له ډلې یې دوې ښځینه استادانې دي. د ملالۍ د لوړو زده کړو موسسې رییس وایي، استادان یې پر دریو کټګوریو وېشل شوي، چې د دوکتورا، ماسټرۍ او لېسانس تر کچې پورې لوړې زده کړې لري. د لوړو زده کړو وزارت د لایحې له مخې، له دې وروسته به هغه کسان په پوهنتون کې د استاد په توګه ګومارل کېږي، چې لږ تر لږه د ماسټرۍ تر کچې پورې لوړې زده کړې ولري، خو ښاغلی نیازی وایي، هڅه یې دا ده چې د لېسانس استادانو لپاره ډېر ژره په کور دننه او یا هم بهر کې د ماسټرۍ په پروګرامونو کې ورته د شاملېدو چانس برابر کړي. دی وایي، استادان یې هڅه کوي چې د کار مارکېټ ته په کتو او د لوړو زده کړو وزارت له قوانینو سره په همغږۍ خپل درسي نصاب برابر کړي.
د پوهنیار نیازي په خبره، په کور دننه او بهر کې له ځینو پوهنتونونو او روغتونونو سره علمي اړیکې او هوکړې لري، چې دغه لړۍ ته به ادامه ورکوي. دی وایي، په کور دننه د زون په کچه له دولتي او خصوصي پوهنتونونو او سکټوري ادارو سره علمي اړیکې لري او وخت ناوخت ورسره خپلې تجربې هم شریکوي. نوموړی وایي، ډېر ژر به په کوېټه کې له بولان مېډېکل کمپلېکس او په هندوستان کې له یوه روغتون سره هوکړې لاسلیک کړي، چې له مخې به یې د طب پوهنځي محصلین هلته د لا نورو زده کړو، سه تاج او تجربو تر لاسه کولو لپاره ور استوي. ښاغلی نیازی وایي، په دې برخه کې یې یو څه کارونه مخ ته تللي او په لوړو زده کړو وزارت کې تر کار لاندې دي.
ملالۍ د لوړو زده کړو موسسې ته د ورځې په دوو ټایمونو کې محصلین د زده کړو لپاره ورځي. ښاغلی نیازی وایي، تر ډېره هغه کسان چې د دوی د لوړو زده کړو په موسسه کې محصلین دي، د ورځې په اوږدو کې بېلابېلې دندې هم تر سره کوي، نو همدې ټکي ته په پام یې د هغوی له خوښې سره سم ورته درسي وختونه هم برابر کړي دي. ښاغلی نیازی وایي، د نظري زده کړو تر څنګ یې محصلینو ته د عملي زده کړو زمینه هم برابره کړې ده. نوموړی وايي، د پوهنتون په دننه کې د طب پوهنځي د محصلینو لپاره څلور مجهز لابراتوارونه لري، چې محصلین پکې عملي تجربې تر سره کوي. د دې ترڅنګ، خپله د کندهار ولایت څلورو پر مختللو روغتونونو ته د یوې هوکړې له مخې د طب پوهنځي محصلین ور استوي، چې د عملي کار تر څنګ یې فارغ شوي محصلین د سه تاج دوره هم پکې تېروي. د نیازي په خبره، د حقوقو د محصلینو لپاره هم وخت ناوخت د تمثیلي محکمې او په محکمه کې په عملي ډول د حکمونو پلي کول او لارې چارې محصلینو ته ور زده کوي.
ملالۍ د لوړو زده کړو موسسه د خپلو محصلینو او استادانو لپاره مجهز کتابتون لري، چې لږ تر لږه ۱۳ زره ټوکه کتابونه پکې موجود دي. د دې موسسې رییس وایي، محصلین او استادان یې کولی شي وخت ناوخت له دې کتابتون څخه ګټه واخلي، مطالعه او څېړنه پکې وکړي. ترڅنګ یې د نړۍ له دوو مشهورو وېبپاڼو سره هم هوکړه لري، چې په زیاته کچه علمي کتابونه پکې په سافټ ډول موجود دي او محصلین یې کولی شي په انلاین بڼه له دغو کتابونو څخه ګټه واخلي. پوهنیار نیازی وایي، د محصلینو د بېلابېلو کټګوریو لپاره تخفیف هم لري، چې ممتازو او بېوزله محصلینو ته پکې لومړیتوب ورکول کېږي.
د ملالۍ د لوړو زده کړو موسسې اداره وایي، کله چې محصل فارغ شي، مونوګراف یې دفاع کړي، د نمرو جدول او نور تحصیلي اسناد یې د تایید لپاره ډېر ژر لوړو زده کړو وزارت ته د دوی خپل استازی وړي او د لوړو زده کړو په وزارت کې تر تایید وروسته یې د محصل په واک کې ورکوي، څو محصل ترې د دندې پیدا کولو او نورو برخو کې چې قانوني حق یې بلل کېږي، ګټه واخلي. دی وایي، دا چې د پوهنتونونو شمېر یو څه زیات دی، نو طبعاً به د تحصیلي اسنادونو تاید او ارزونه په لوړو زده کړو وزارت کې یو څه وخت نیسي، چې دغه پروسه ټوله خپله د پوهنتون استازی مخ ته وړي او محصل ته د لوړو زده کړو وزارت لخوا تایید شوي اسنادونه سپاري.
د دې موسسې رییس د دولتي او خصوصي پوهنتونونو تر منځ د توپیر په اړه وایي، کېدای شي ډېر خلک په دې اند وي چې دولتي پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسې تر خصوصي هغو ښې دي، خو ښاغلی نیازی وایي چې که د لوړو زده کړو وزارت لخوا له خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو له موسسې سره چلند ته وګورو، بیا نو دا خبره سمه ده چې ګواکې دولتي او خصوصي پوهنتونونه سره برابر نه دي، ځکه لوړو زده کړو وزارت هغه امتیازونه او حقوق چې دولتي پوهنتونونو ته یې ورکوي، خصوصي هغو ته یې نه ورکوي. د استادانو لپاره علمي رتبې، د ظرفیت لوړولو په کورسونو کې ګډون، د تجربو او وړتیاوو زیاتولو لپاره بهر ته د استادانو او محصلینو لېږل هغه څه دي چې خصوصي پوهنتونونه ترې بې برخې دي، خو که خبره د کیفیت او امکاناتو شي، نو بیا خصوصي پوهنتونونه تر دولتي هغو ښه دي، ځکه دا خصوصي کاروبار دی، نو د دې لپاره چې په مارکېټ کې له ښه نوم څخه برخمن شي، ټول هغه قوانین او مقررات په پام کې نیسي او عملي کوي یې چې د لوړو زده کړو وزارت لخوا ورته ټاکل شوي وي. بل دا چې دغه پوهنتونونه د پیسو په بدل کې محصلینو ته زده کړې ورکوي، نو خپله محصل هم هڅه کوي چې خپل حق وغواړي.
د دې موسسې مشرتابه وایي، تر اوسه پورې په یوه کرایي ودانۍ کې خپلې چارې مخ ته وړي، خو د کندهار په عینو مېنه کې یې دېرش جرېبه ځمکه د پوهنتون لپاره پېرلې، چې د پوهنتون د ودانۍ او نورو ملحقاتو تر څنګ به د طب پوهنځي لپاره یو کادري روغتون هم پکې جوړ کړي. ښاغلی نیازی وایي، هڅه یې دا ده چې ډېر ژر د اقتصاد او یو بل داسې پوهنځی د پوهنتون په چوکاټ کې ور زیات کړي، چې په ټولنه کې ورته اړتیا لیدل کېږي.
د ملالۍ د لوړو زده کړو موسسې مشرتابه وایي، لوړو زده کړو وزارت باید خصوصي پوهنتونونو او موسسو ته لاس ورکړي، څو دغه بنسټونه پر پښو ودرېږي. دوی وایي، هغه بورسونه چې د محصلینو یا استادانو لپاره له بهرنیو پوهنتونونو او هېوادونو څخه راځي، په هغه کې یوازې د دولتي پوهنتونونو استادانو او محصلینو ته ونډه ورکول کېږي، په داسې حال کې چې په خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسسو کې هم ډېر داسې استادان او محصلین شته چې د دغو بورسونو مستحق دي او وړتیا یې لري. له دې سره په څنګ کې، د دې موسسې اداره له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي، څو هغه استادان چې له دوی سره پر تدریس بوخت دي، باید د دولتي پوهنتونونو د استادانو په څېر د علمي رتبو په بهیر کې شامل شي، څو دوی هم وکولی شي چې د هېواد بچیانو ته د خدمت ترڅنګ، په معنوي ډول پرمختګ وکړي او علمي رتبې تر لاسه کړي. ښاغلی نیازی وایي، لوړو زده کړو وزارت ته پکار ده چې د خصوصي پوهنتونونو استادانو ته هم په کور دننه او بهر کې د هغوی د علمي سویې د لوړولو لپاره په هغو پروګرامونو کې چې دایرېږي، ونډه ورکړي.