د فلسطين فوټبال لوبډله له افغان لوبډلې سره د يوې دوستانه سيالۍ لپاره پرون کابل ته راغله.
ټاکل شوې چې افغان او فلسطينۍ لوبډلې د يکشنبې پر ورځ په کابل کې د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۷ يمې کليزې په مناسبت دوستانه سيالي ولري.
افغان او فلسطينۍ لوبډلې په داسې حال کې سيالي کوي چې افغان لوبډله د ۲۰۱۹ کال اسيايي جام سياليو ته له رسېدو پاتې شوه.
د فوټبال فدراسيون د افغان لوبډلې تر سختو ماتو وروسته د لوبډلې روزونکی، المانی اوټو فېسټر، رخصت کړ او پخوانی لوبغاړی انوش دستګير يې د ملي لوبډلې د روزونکي په توګه غوره کړ.
افغان لوبډله په نړيواله درجه بندۍ کې په ۱۴۵ مه درجه او په اسيايي درجه بندۍ کې بيا په ۲۸ مه درجه ولاړ دی؛ په داسې حال کې چې فلسطين بيا د نړۍ په کچه په ۹۹ يمه او د اسيا په کچه په ۱۶مه ليکه ولاړ دی.