د پيسو نړیوال صندوق پخپل وروستي راپور کې ویلي چې د امریکا له لوري د تعرفې او ګمرکي محصولاتو په برخه کې وروستي اقدامات نړیوال اقتصاد ته د زغم وړ نه دي. د راپور له مخې د چین او امریکا ترمنځ پر یو بل د تعرفو لګول نړیوال اقتصاد ته تر ټولو ډېر خطر دی. د سرچینې په وینا دغه اقدامات به د نړیوالو اقتصاد ته ضربه ورسوي او همدا راز به نړۍ په خطرناک ځای بدل کړي. د امریکا ولسمشر واک ته تر رسېدو څه موده وروسته پر وسپنه او المونیم مالیات لوړ کړل. دغه اقدام د اروپا، چین او ځينو نورو هېوادونو غبرګون له ځان سره درلود. ټرمپ پر چین هم خپلې تعرفې لوړې کړې خو په مقابل کې یې چین هم پر امریکا تعرفې لوړې کړې. دغه مسئلې د ډېری نړیوالو بنسټونو غبرګون پارولی دی، چې وروستی هغه یې د پیسو د نړیوال صندوق غبرګون دی.