د پیسو د نړیوال صندوق یو مقام وايي چې د پاکستان حکومت د مالي مرستې د اخیستو لپاره دې نړیوالې موسسې ته مراجعه نه ده کړې. د پاکستان د مالیې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، نوی حکومت به له IMF سره د بېړني پور د ترلاسه کولو په اړه خبرې پیل کړي. په خبرپاڼه کې راغلي، لومړی وزیر عمران خان د مالیې وزیر ته لارښوونه کړې چې د اندونیزیا په بالي ټاپو کې د IMF او نړیوال بانک په کلنۍ غونډه کې د IMF له چارواکو سره خبرې وکړي. د IMF اقتصادي مسوول موریس اوبسټفېلډ بیا نن په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې له چین سره د پاکستان اقتصادي اړیکې به هم دغه هېواد ته ګټې ولري او هم به په ځينو برخو کې دغه هېواد زیانمن کړي. نوموړي ویلي چې پاکستان تر دې دمه د پور اخیستلو ته مراجعه نه ده کړې.