یوه نوې سروې ښیي چې د هغو روسانو شمېر چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دې هېواد تر ټولو د باور وړ سیاستوال بولي په تېر یوه کال کې ډېر کم شوی دی. دغه سروې چې د لیوادا په نوم یوه خپلواک مرکز د سپټمبر له ۲۰مې د سپټمبر تر ۲۶ پورې ترسره کړې نتیجه یې ښيي چې، د دغې سروې په سلو کې ۳۹ ګډونوالو ویلي چې پوتین یې تر ټولو د اعتماد وړ شخص دی. دغه شمېره د تېرې جون میاشتې په نسبت په سلو کې ۹ او د تېرې نومبر میاشتې په نسبت ۲۰ فیصده کموالی ښیي. د دغې سروې له مخې د ګډونوالو په سلو کې ۱۵ یې ولادیمیر ژیرینفسکي چې یو افراطي ملتپال سیاستوال بلل کېږي او د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو د باور وړ شخصیتونه بللي دي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم په سلو کې ۱۰ د باور وړ شخص یاد کړی دی.