جرمني په سوريه او عراق کې د وېجاړو شويو تاريخي ودانيو د بيارغونې د چارو د چټکولو غوښتنه کړې ده.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس ويلي چې په عراق او سوريه کې د جګړو له کبله وېجاړ شوي تاريخي ځايونه دې په چټکۍ سره ورغول شي.
ماس دا خبرې پرون د جرمني د بهرنيو چارو په وزارت کې د تاريخي اثارو د کړکېچ په نوم جوړې شوې غونډې ته په وينا کې کړې دي.
نوموړي ويلي، د اسلامي دولت ډلې یا داعش او نورو ترورېستي ډلو له خوا د تاریخې او فرهنګي ځایونو وېجاړول د قومي او مذهبي ډلو تر منځ د مخالفتونو د راولاړولو هڅه ده او په وينا يې چې ترهګرې ډلې غواړي له همدې اختلافونو په استفادې خپلې ليکې پياوړې وساتي.
د جرمني د بهرنيو چارو وزير ويلي: «په عراق او سوريه کې تاريخي ځايونو ته اوښتي زيانونه خواشينوونکي دي، ځينې ځايونه دومره وېجاړ شوي چې د بيا رغېدو نه دي».
ماس ويلي، لرغوني اثار او ځايونه د بشريت ګډ ميراث دی، له همدې کبله اړتيا ده چې د عراق او سوريې د تاريخي ځايونو په رغولو کې هم نړيوال په ګډه هڅه وکړي.
داعش وسله والو په تېرو دريو کلونو کې په عراق او سوريه کې ګڼې لرغونې ودانۍ ونړولې.
دوی د موصل کتابتون، چې خورا ارزښتناک لرغوني اثار پکې خوندي وو، هم وسوځاوه. د ۲۰۱۵ کال په مې کې يې پالميرا ښار ونيو او په دې توګه یې په دغه ښار کې هم د لرغونو اثارو په له منځه وړلو پيل وکړ. داعش په دغه ښار کې د «بل» په نوم دوه زره کلن معبد وېجاړ کړ چې د منځني ختيځ تر ټولو مهم او لرغونی اثر و.
راپورونه وايي چې يوې ډلې کارپوهانو د روان کال په دوبي کې د عراق د لرغونو ودانيو د رغولو عمليات پيل کړل، خو اوس ويل کېږي چې ياد عمليات ډېر بريالي او چټک نه دي.