په کابل کې د چین سفارت له لوري د اکټوبر نهمه، د پوسټ نړیواله ورځ ونمانځل شوه. په همدې مناسبت جوړو شويو مراسمو کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست وزیر شهزاد اریوبي، د چین سفیر لیوجین سونگ او د پوستي خدمتونو د شرکتونو مسوولینو ګډون کړی و. په غونډه کې د چین سفیر د پوسټ پر ارزښت او مخینې خبرې وکړې، د چین او افغانستان ترمنځ یې د تاریخ په بېلابېلو دورو او حکومتونو کې د پوسټونو تبادلې ته اشاره وکړه.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست وزیر شهزاد اریوبي پوستي خدمتونه خورا مهم وبلل او زیاته یې کړه چې موږ د پوستي خدمتونو لپاره پلان لرو، څو د دغه خدمتونو د لا عصري کولو په موخه انلاین سیسټم ولرو.
هغه وويل چې افغانستان د پوسټ د نړیوالې ټولنې بشپړ غړیتوب لري، چې په دې سره افغان پوسټ کولای شي چې د نړۍ هر هېواد ته د غوټو (پارسلونو) د لېږلو خدمات ترسره کړي.
اریوبي وویل، په راتلونکې اونۍ کې به دوی هم د پوسټ نړیواله ورځ رسماً ونمانځي.