د بېسبال مشهوره اسطوره (جکي رابینسون) وایي: « ژوند هغه وخت ارزښت پیدا کوي چې پر خلکو اغېز ولرې.» نفوذ یو عجیب شی دی. که څه هم زموږ په شاوخوا کې چې څومره کسان اوسېږي نفوذ پرې لرو، خو زموږ د اغېز او نفوذ کچه بیا په کې توپیر کوي.کله چې تاسو نظر څرګندوی او یا د یوه شي غوښتنه کوی، پوهېږی چې پر چا ډېر او پر چا لږ اغېز لری. رهبري چې د نفوذ کارونې یوه برخه ده، که د موقف له برکته وي، پوه شی، چې تاسو د نفوذ په تر ټولو ټیټه درجه کې یاست. کله چې تاسو له نورو کسانو سره اړیکې ساتی، اړیکې ټینګوی او په یو ډول نه یو ډول مو خیر ورته ورسېږي، نو اغېز مو زیاتېږي، مشري او رهبري مو وده کوي او خپلې لوړې کچې ته رسېږي. دغه څه تاسو ته د دې چانس په لاس درکوي، چې نور له خپلې محدودې ووځی او ډېر پرمختګ وکړی. نفوذ داسې یو شی هم دی چې ستاسو خواته په خپله نه راځي، بلکې مرحله په مرحله وده کوي. د نفوذ کولو او اغېز ښندلو لپاره شخصیت تر بل هر څه مهم دی. فیلیپ د نولسمې پېړۍ یو روحاني و. هغه به ویل: « شخصت د ژوند په یوې بې ارزښته شېبه کې جوړښت مومي.» هر ځای مو چې صداقت او اخلاقي اصول تر پښو لاندې کړل، پوه شئ چې د نفوذ پر دېوال کې مو درځ پیدا شو. که غواړئ د خلکو زړونو ته لاره پیداکړئ، زړونه یې خپل کړئ، خیر ورته ورسوئ، ژوند کولو ته یې لېواله کړئ، د هیلو په پوره کولو کې یې ور سره مرسته وکړئ، د هغوی لپاره مخبېلګه اوسئ او په ټوله کې یې پر ژوند مثبت اغېز وښندئ او نفوذ پکې وکړئ، نو (څنګه اغېز وکړو) کتاب په دې برخه کې در سره پوره پوره مرسته کولی شي. په ډاډ سره ویلی شم چې د کتاب تر لوستلو وروسته به کاملا متفاوت او یو داسې کس یاست، چې په پوره لېواتیا به د خلکو خبرو ته غوږ ږدئ او مرستې ته به یې ور دانګی. په دې کتاب کې مثبت لیدلوري او ګڼې له پنده ډکې کیسې راغلې دي. د داسې اصولو په اړه پکې بحث شوی، چې کولی شي ستاسو ژوند در بدل کړي. له دې سره په څنګ کې د کتاب لوستل به درته د دې لامل شي، چې تاسو هم د نورو پر ژوند مثبت اغېز وښندی. ددې کتاب لیکوالان مسلکي ویناوال جان سي مکسوېل او د هغه ملګری جیم دورنان دي. مکسوېل په نړیواله کچه د رهبرۍ د متخصص په نامه پېژندل کېږي. نوموړي د رهبرۍ په برخه کې تر اوسه پورې له پنځوسو زیات کتابونه لیکلي دي. د مکسوېل د سازمان پر مټ په ټوله نړۍ کې تر اوسه پورې دوه میلیونه کسانو د رهبرۍ زده کړې تر لاسه کړې دي. جیم درنان خلکو ته په دې اړه زده کړې ورکوي او لارښوونې ورته کوي، چې څه ډول بریالي شي. دی توانېدلی چې په دې اړه یو سوداګریز سازمان رامنځ ته کړي. دغه کتاب حمیدالله حمیدي پښتو ته را ژباړلی او د اکسوس خپرندویې ټولنې لخوا په وایګل چاپخونه کې په ښکلي صحافت په ۱۵۳مخونو کې چاپ شوی دی. دا او دې ته ورته کتابونه په کابل کې له اکسوس کتابپلورنځي څخه په مناسبه بیه تر لاسه کولی شی.