اپل د نړۍ لومړنی خصوصي شرکت دی، چې ارزښت یې یو ټریلیون ډالرو ته رسېدلی دی. نیویارک کې تير سهار د دغه شرکت ونډو بیه ریکارډ کچې ۲۰۷ ډالرو ته ختلې ده. د سې شنبې له ورځې راهیسې چې شرکت وویل، تر جون پورې یې د دریو میاشتو ګټې کچه له تمې ډېره وه، د ونډو بازار یې مخ پر لوړ و. اپل د دغه ارزښت له موندلو وروسته سیلي کون والي، امازون او مایکروسافټ په څېر سیالان شاته پرېښودل. ۲۰۰۷ کال کې د ایفون له لومړي پلوره وروسته د اپل ونډو بیه یو اعشاریه سل سلنه لوړه شوه او تېر کال یو په درېیمه برخه پورته لاړه. اپل د شریک موسس سټېو جابس له ګاراجه ۱۹۷۶ کې خپل سفر پیل کړ او له هغه مخکې چې ځېرک ټیلیفون یې بازار کې مخکښ شي، مک نومي شخصي کمپیوټرونه یې چمتو کول. تېر کال د شرکت پلور ۲۲۹ میلیاردو ډالرو ته ورسېد او ۴۸ اعشاریه څلور میلیارده ډالر یې وګټل. دغې ګټې سره اپل د امریکا تر ټولو ستر ګټندوی شرکت وبلل شو.