د ملګرو ملتونو امنیت شورا د هند تر کنټرول لاندې کشمیر پر وضعیت د غور لپاره مشورتي غونډه کړې. د رویټرز خبري اژانس په راپور کې ویل شوي، د تړلو دروازو تر شا له غونډې وروسته ملګرو ملتونو کې د چین استازي ویلي، چې کشمیر کې وضعیت خطرناک دی او د امنیت شورا غړي په عمومي ډول داسې فکر کوي چې هند او پاکستان دواړه باید په یو اړخیز ډول کشمیر کې له اقدام کولو ډډه وکړي. ملګرو ملتونو کې د هند استازي ایس اکبرالدین ویلي، له خپل اساسي قانونه د ۳۷۰ مادې لرې کولو موضوع د هند کورنۍ مسئله ده. نوموړی وايي، هند د کشمیر په تړاو ټولو هوکړو ته ژمن دی. د ده په خبره دا باید د هند او پاکستان تر منځ په خپلمنځي توګه حل شي. بل لور ته ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازې ملیحې لودي د امنیت شورا غونډې رابللو هرکلی کړی دی. د لودي له قوله ویل شوي، دغه غونډه د هند هغه ادعا ردوي چې کشمیر د هند کورنۍ موضوع ده.





































