د راپورونو له مخې د شمالي کوریا پوځ نن سهار د جاپان د اوبو پر لور دوه توغندي توغولي دي. د جنوبي کوریا دفاعي چارواکو رسنیو ته ویلي چې ګاونډی هېواد یې تل ورته کړنې ترسره کوي او په سیمه کې یې اندېښنې پارولې دي. ددوی په خبره د جنوبي کوریا دفاعي ځواکونه د شمالي کوریا ټول حرکات او فعالیتونه څاري او د خطر په صورت کې به په اقداماتو لاس پورې کوي. شمالي کوریا څو ورځې وړاندې هم د جنوبي کوریا او امریکا د ګډو نظامي تمریناتو د پيل په غبرګون کې ورته توغندي توغولي وو.





































