امریکا له جبل الطارق ایرانۍ ګرېس۱ تېل وړونکې بېړۍ ته د وتلو له اجازې ورکولو یوه ورځ وروسته ددغې بېړۍ د نیولو امر کړی دی. د امریکا د عدلیې وزارت غواړي دغه او نورې هغه بېړۍ چې تېل لېږدوي ضبط کړي. امریکا وايي یادو بېړیو له بندیزونو سرغړونه کړې او د پیسو سپینولو او ترهګریزو چارو کې هم برخه لري. یاد وزارت زیاتوي، دا تېل لېږدوونکې بېړۍ چې د رپوټونو له مخې لاهم د جبل الطارق اوبو کې ده، باید ونیوله شي. تېره میاشت ګرېس۱ بېړۍ په دې تور ودرول شوه چې ګني په ناقانونه توګه یې سوریې ته د تېلو په لېږدولو سره د اروپايي ټولنې بندیزونه مات کړي دي.





































